کانګریس مېن : خطا ایستونکی جنرال باید معزول کړه سي

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 26th, 2009


د « نننۍ روسیې » خپروني خبر ورکړ چي د امریکا د اوهایو څخه د دیموکرات ګوند مشهور استاځي « ډنیس کوسنیچ » په خپله مرکه کي ورته ویلي چي بارک اوباما باید هغه جنرال ( یا جنرالان ) له کاره وشړي چي په عامه یې نارې وهلې چي افغانستان ته نور پوځیان راولېږﺉ .

ده وویل چي اوباما د دغو جنرالانو د مسلسل فشار له امله هلته دیرش زره نور پوځیان لیږي .

ده زیاته کړه چي یو جنرال چي کله په عامه دا ووایي چي ولسمشر باید دغه یا هغه کار وکړي ، هغه نور نو باید جنرال و نه بلل سي او باید له کاره وشړل سي . ده خبرداری ورکړ چي هلته د پوځیانو ډیرښت موږ د ناکامۍ څخه نسي راګرځولائ .

د یو بل خبر له مخي چي ایساف ورکړ ، ویل کیږي چي پرون یو امریکایي عسکر د افغانستان په جنوب کي د طالبانو ماین والوزاوه او ځای پر ځای ووژل سو .

«

Copyright Larawbar 2007-2024