کور / شعر / غزل

غزل

دا خو منم چي يار سينګار وي ماته څه پاته دي
ستا پر وطن دي تل بهار وي ماته څه پاته دي

زه به مجنون رنګه ربات پر خپل سر ودوړوم
چي د ګلونو تر څنګ خار وي ماته څه پاته دي

د يار پيغام پس له کلونو هيڅ راغلى نه دى
چي ځوانيمرګه مي رويبار وي ماته څه پاته دي

لکه سراب پر بيابانونو انتظار اوبوم
تر پلو پټ چي دي اغيار وي ماته څه پاته دي

د چا د هجر په محل کي ويلي ويلي سومه
شپې چي تيارې شمعي انګار وي ماته څه پاته دي

تر اوربلونو دي ژوندون په نظرمات دروړمه
روح دي ترتا ګراني نثار وي ماته څه پاته دي

تر تورو سترګو نرۍ ورځو هندو پټه کيسه
قاف ته نژدې که هر څو لار وي ماته څه پاته دي

لکه نغمه چي شهباز پورته کړي غزل غزل سم
شرنګ د رباب چي نرى تار وي ماته څه پاته دي

ملګرو پټ راته هجران ازل په غلا ليکلى
لکه نصيب چي مي بيګار وي ماته څه پاته دي