کور / شعر / غزل

غزل

محبت دارومدار د سړي ملا ماتوي
زړګيه ! دغه کاروبار د سړي ملا ماتوي
څه بې روخي د زمانې ، څه د هغې بې روخي
په ګل روخۍ کې د بهار د سړي ملا ماتوي
د قهرجنو سترګو نه ، سړي ته ژوند ورکوي
خو په مسکا کې بيا انکار د سړي ملا ماتوي
نه ، د مور نه ؛خو د مئېن او د معلم د زړګي
او د شاعر د زړه ازار د سړي ملا ماتوي
دا ته چې تل هرې وعدې پسې وعده ماتوې
جانانه ګوره دغه کار د سړي ملا ماتوي
سترګې دې مړې مه نيسه ، راکړه يو پرېکړی ځواب
ساقي ! نيمچه نيمچه خمار د سړي ملا ماتوي
جلاله ! پس شا هر چا سره وي زړه د زمري
خو مخامخ ورته اظهار د سړي ملا ماتوي
جلال امرخېل