کور / شعر / غزل

غزل

سپوږمئ دي راڅه پټه کړه آسمانه ګنهګار سوي
وصل په شپه هم اوري بارانه ګنهګار سوي
دغه وو چي ساحل ته د ځواني وم رسيدلى
څپو دي بيرته يووړمه توپانه ګنهګار سوي
منمه د پلو څه دي يواري مخ را پټ لڅ کى
خو سترګه دي ونه وهل توپانه ګنهګار سوي
تر غاړي د لحد لکه ملګري را سره وي
دزړه څه مي ونه وتي توپانه ګنهګار سوي
چي غوښتى مي د خداي ج څخه په مخه مي يار راغى
خو ته مي پر خوله رانغلي قربانه ګنهګار سوي
رقيب دي د يوچا پر ځنګانه دي سر ليدلى
د ميني په قانون کي احمد جانه ګنهګار سوي