کور / شعر / راځه چې سره ځو

راځه چې سره ځو

دشمعې په څېر سوځـو له خپل ځـانه سره ځو
که وصل که هجران وې د جـانانه سره ځو
د تـــورو په حساب دې ورکې لارې د ترږمیــو
منزل چاته معلوم دې داسمانه سره ځـــو
تش نوم د ساحـل اورو یو تصویر د بېړۍ وینـــــو
په څاڅـکو په ګامــونو له توپانــه سره ځو
سراب یې نکړې شونډې سل کلـونو سرابــــونو
له چغـو سره راغلـو له ارمانه سره ځو
شبنم غوندې مو لارې له ګلونو شولې ورکې
د اوښکو په زولی کې له ګرېوانه سره ځـو
د غله دیدن شېبې یې لکه خوب هسې پناه شـــــــوې
په نېمـه شپه کې راغلو د اذانه سره ځـو
توښه مو په تنــدي کې د صنم سجـدې اخېستي
احـرام تږو پر لارې له مغـانه سره ځـو
زاهـده په تیارو کې د تسبـو غږونه اورم
کوثر ته دې روان کړو له شیـطانه سره ځـو
قاصده زما سلام دی په ټولې د رقیبانـو
مونږ داسې مېلمـانه ېو د مېزبانـه سره ځو
اغاز دی که انجام دی راز په سل پردو کې نغښتی
هوښیـار که لېوني یو د زندانه سره ځـو
د ژوند په راز پوه نه شو(جهانې) سبا به نه ېو
یو څوبې نومه سیوري لـه کاروانه سره ځو