کور / تازه خبرونه / په فلسطين کې هم د عيسی (ع) د زېږېدنې ياد ترسره شو

په فلسطين کې هم د عيسی (ع) د زېږېدنې ياد ترسره شو

د نورو عیسوی مذهبو هیوادنو تر څنګ د فلسطین په بيت الحم ښار کې د عیسی علیه السلام د زیږیدینی په یاد تاوده مراسم تر سره شول ، دغو مراسمو لپاره کلک امنيتی تدابیر نیول شوی وول چی په موخه یی د فلسطين د پوليسو او امنيتې ادارو ٦ سوه سرتېري ځای پر ځای شوي وو.

مراسم چې د مهد کليسا تر مخ په ډګر کې تر سره کېدل پکې د سولې لپاره دعا ګانې کېدې.

مسحيان باور کوي، عيسی عليه السلام همدلته زېږېدلی دی.

په مهد کليسا کې د نيمې شپې ډله ييزو مراسمو ته د فلسطينيانو مشر محمود عباس هم ورغلی و چې يو مسلمان دی.
خبريالان وايي امنيت اوس ښه شوی، خو يوه رومان کاتوليک اسقف وويل يوه هيله چې خلک يې لري، او هغه سوله ده، لا تر اوسه يې د راتلو کومه نښه نه شته.

فلسطین په منځنی ختیڅ کی پروت هیواد دی چی کامبو شاو خوا ۳۷۰۲۰۰۰ میلون وګړي لري .