کور / شعر / د درمل او لاروي طرحيه مشاعره

د درمل او لاروي طرحيه مشاعره

د احسان الله درمل او اسمعيل لاروي طرحيه مشاعره.

چې ستا سـتاينې ته كافـــــي شي شـــــايد
داسې خبرې مې په فــــــن كــــــــې نشـــــته

لاروى

در جار مې اوښكې كه ترې هار جوړوي
هاى چې غمي مې په لمن كې نشـــــــــته

درمل

منم چې اوښكې دې غـــمي دي مــــــګر
خو دا غمي په نور وطن كــــې نــــــشته

لاروى

د غريبانو په لېمو كـــــــــې ډيــــــــر دي
هو كوم غمي چې په يمن كې نشـــــته

درمل

زمــــــا دقــــــــــام د غريبانو اوښـــــــكې
ترخې شكرې دي دكـــــــــــن كې نشــته
له كرامت د غريــبانو قـــــــــــــــــــربان
داسې كيسې يې شته چې نن كې نشته

لاروى

قام دې لېمې لــري نظــــــر نه لــــــــــــــري
ستنې شته تار په يوه ستن كې نـــشته
دا د اذر بتان نور مه ســــتايــــــــــه تـــــه
روح ديوه هم په بدن كــــــــې نشــــــــــــته

درمل

چې ستـــــــــــــــا خبرو ته به غوږ ونيسي
دا سوچ د دې قام په ميــــــــن كې نشته

لاروى

عشق يې وهلى دى د كركې كنــــــــګل
اور يې دزړونو په ګلخن كې نشـــــــــته
پر ګور يې نور شه اقبال څه ښـــــه وايې
وې سترګور په ټول چمن كې نشـــــــته

درمل

سبا به ښه شي خو خــــــــــــبره دا چــــې
يوه ډيوه مو ماخستن كې نشــــــــــــته

لاروى

تبصره نسته

  1. قام مې په هغه ژوندون زړه بایللی
    چې په پاریس اوواشنګټن کې نشته
    دابدیت مینان نه ګورئ !چې –
    برخه یې غسل اوکفن کې نشته
    دمرګي زورورباندې نه رسیږي
    دمرګ رسۍ یې په ګردن کې نشته

  2. Masha Allah, Der Kha Sheroona De..
    Pa tera bia pa Paae Ke Da Pakhr-r-Zurmat Saeed Sahib Baitoona Der Ziat Pa zrah pori au par Haqeeqat mabni de. Allah mo pa Qalam ke Laa Zyaat Barakat Paida Kra. Aameeeen.
    Abdul Aziz Zarmalwal
    Aryana Medical University
    Peshawar Board.

  3. د لاروی به درته هیچ نه وایم
    د درمل سیال په ٹول وطن کی نشتہ
    د تخیل رنگین میزاج یی گورہ
    نشتہ! کمی یی پہ سخن کی نشتہ
    پہ زیڑو گلو می باغچی ڈکی دی
    خو سور گلاب می پہ چمن کی نشتہ
    سعید د سرہ گلاب کسر پورہ کڑ
    خوشبو یی داسی چہ ختن کی نشتہ…
    شور زرملوال، آریانا پوھنتون، لرہ پشتونخوا .

  4. مننه :اوبیاهم مننه ..له دواړوزرملوالانو څخه خدای موپه ډاکټري برکت کړه چې درنځور اولس دردونه دواکړئ ..اوس همدومره

    سعید