کور / خبرتیا او پيغامونه / لر او بر يو افغان

لر او بر يو افغان

وړمه ورځ خبر سوم، چي د (لر او بر) په نامه يوه نوې وېبپاڼه د انټرنټ پر نړيوال جال خپره سوې ده، كه څه هم زه خپله د انټرنټ له نړۍ سره دومره بلدتيا نه لرم، خو ريښتيا خبره دا ده، چي د لر او بر وېبپاڼې په پرانيستلو ځكه خوشاله سوم، چي په دې كې به د لرو او برو پښتنو د ژوند د بېلابېلو اړخونو په هكله هراړخيز مالومات تر لاسه كېږي.


زه د دې وېبپاڼې چلوونكي عبدالله احسان ته د لوى خداى له درباره بېسارى وس او توفيق غواړم، چي خداى دي يې په دې لاره كې بريالى او ګړندى لري.


دا وېبپاڼه دي د احسان ورور په شمولو لرو او برو پښتنو ته مبارك وي.


په مينه


حافظ رحمت نيازى- كوټه