کور / تازه خبرونه / تهران د مظاهره چيانو مړي ١٥ ته ورسېدل

تهران د مظاهره چيانو مړي ١٥ ته ورسېدل

په تهران کي د حکومت ضد مخالفي ډلي پلويانو خپلو مظاهرو ته دوام ورکړئ او نن دوهمه ده چي د پوليسو سره د تهران په ښار کي د مظاهر چيانو اخ و ډب روان دئ.
د تهران څخه د بهرنيو اژانسونو ورکړل سوي خبرونه وايي په دې اخ و ډب کي د پوليسو له خوا ١٥ مظاهره چيان وژل سوي دي.
پرون هم پنځه مظاهره کوونکي د پوليسو په مرميو وژل سوي و، چي يو يې د مخالف مشر ميرحسين موسوي خوريى علي حبيبي موسوي وو.
د اېران د مخالف ايتلاف يو بل مشر مهدي کروبي د احمدي نژاد حکومت ظالم او وحشي وباله او وايي د عاشورا د ورځي احترام يې هم ونکړ، په داسي حال کي چي د رضا شاه پهلوي کافر حکومت هم د دې ورځي حرمت ته درناوى درلود.