کور / تازه خبرونه / اورکزى ايجنسي شپږ طالبان نهه ملېشې وژل سوي

اورکزى ايجنسي شپږ طالبان نهه ملېشې وژل سوي

پاکستاني مقامات وايي د طالبانو او حکومتي پوځونو ترمنځ جګړو کي ١٥ کسان وژل سوي، چي شپږ طالبان او نهه حکومتي ملېشې دي.
پاکستاني ځواکونه وايي دغه وسله وال يې د اورکزى ايجنسي په ستوريخېل سيمه کي د حکومت پلوه ملېشو سره په جګړه کي وژل سوي دي.
د پاکستان د دفاع وزارت ويلي له طالبانو سره دغه جګړه هغه مهال رامنځته سوې چي هغوى د ملک شريف په نوم د يوه ځايي حکومت پلوه خان پر کور حمله وکړه او د هغه په ګډون يې نهه حکومت پلوه ملېشې ووژلې.
پاکستان پوځي مقامات ادعا کوي چي په اورکزى ايجنسي کي خورا ډېر قبايلي جنګيالي راغونډ سوي دي او ښايي د دوى مشر حکيم الله مسود هم په دې ځاى کي د پاکستاني پوځ څخه پټ وي.
اورکزى ايجنسي د پښتونخوا له مرکز څخه ٢٠٠ کيلومتره ليري په شمال لوېديځ پرته سيمه ده، چي پاکستاني پوځيانو تر شمالي وزيرستان وروسته عمليات پکښي پيل کړي دي.