کور / تازه خبرونه / د امريکايي عسکرو مړينه دوه چنده سوه

د امريکايي عسکرو مړينه دوه چنده سوه

په ٢٠٠٩ کال کي د يوې خپلواکي ادارې احصائيه ښيي چي په افغانستان کي د امريکايي پوځيانو د مړيني شمېر د شنبې په ورځ د ٢٠٠٨ کال په نسبت دوه چنده سو.
دغه اداره وايي په ٢٠٠٨ کال په افغانستان کي ١٥٥ امريکايان وژل سوي وو، خو په کندهار کي د شنبې په ورځ د يوه امريکايي عسکر په وژلو يې سږکال د مړو شمېر ٣١٠ تنو ته ورسېد.
دغه احصائيوي راپور ښيي چي په عمومي ډول په افغانستان کي د بهرنيانو مړينه د تېر کال په تناسب ٧٠ فيصده لوړه سوې چي پروسږکال ٢٩٥ او سږکال د ډسمبر تر ٢٦ – مي ٥٠٦ تنه بهرني عسکر د طالبانو په بريدونو کي وژل سوي دي.
دغه سروې چي د icasualities.org له خوا خپره سوې وايي په دې جمله کي ٢٦٩ عسکر په چاودنو کي او ٢٣٧ يې د طالبانو سره په مخامخ جنګونو کي مړه سوي دي.