کور / تازه خبرونه / کندهار: د ولايتي شورا نتايج اعلان سول

کندهار: د ولايتي شورا نتايج اعلان سول

د افغانستان د انتخاباتو کمېسون په کندهار کي د ولايتي شورا د نتايجو د اعلان خبر ورکړ.
د دغه کمېسون ويبپاڼه ښيي چي د کندهار ولايتي شورا ته ١٤ کسانو چي درې يې ښځي دي لاره پيدا کړې ده.
د کندهار ولايتي شورا ته بريالي سوي لومړي درې تنه چي تر ټولو ډېري رايي يې ګټلي احمدولي کرزى، سيدجان خاکرېزوال او بسم الله افغانمل بلل سوي دي.
د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ټاکني چي د روان کال د اګست پر ٢٠ مه نېټه ترسره سوې د درغليو خورا ډېر راپورنه يې په اړه خپاره سول.
بسم الله افغانمل چي په دريمه درجه ډېري رايي يې ګټلي هغه وخت په درغليو تورن سو، چي د يوې انتخاباتي حوزې کارکوونکي يې د درغليو اسناد رسوا کړل.
ښاغلي افغانمل هغه مهال دغه کارکوونکي چي عبدالرسول نوښت نومېدئ خپل کور ته د روژه مات په بهانه ور وغوښتئ او وروسته يې په خپلو ټوپکيانو وهلى او قومندانۍ ته په لاس ورکړئ وو.
دا چي د افغانمل د درغليو په اړه د انتخاباتو کمېسون څېړنه کړې که يا؟، تر اوسه يې نوموړي کمېسون په هکله څه نه دي ويلي.
د يادوني وړ ده چي د کندهار ولايتي شورا څلور چوکۍ د ښځينه استازو دپاره لري، خو دا چي درو تنو ښځو ځان ورته کانديد کړئ وو، يوه چوکۍ خالي پاته سوه.