د هسپانيې د دفاع وزيره افغانستان ته راغله

34 | دسمبر 28th, 2009


د هسپانيې د دفاع وزيره د دوشنبې په ورځ په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راورسېده.

آغلې کارم چيکن کابل ته له رسېدو سره د افغانستان د بادغيس ولايت ته ولاړه او هلته يې په کلاى نو ښار کي د خپلو عسکرو يو نوى مرکز وليدئ.

د هسپانيې د دفاع وزيري هلته د هغو ٨٨عسکرو د مړيني يادونه هم وکړه چي له ٢٠٠٢ کال راهيسي په افغانستان کي وژل سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024