کراچي: چاودني درنه مرګ ژوبله واړوله

34 | دسمبر 28th, 2009


د کراچي په ښار ايم اې جناح روډ باندي د شيعه ګانو پر يوه جلوس باندي چاودنه سوې چي تر شلو زيات کسان پکښي مړه او خورا ډېر کسان يې ژوبل کړي دي.
د کراچي د پوليسو يوه چارواکي ويلي ښايي دا يوه ځانمرګې حمله وي او ممکن د مرګ ژوبلي شمېره ډېره لوړه وخيژي.
پوليس وايي حمله هغه مهال سوې چي د شيعه ګانو يو جلوس د عاشورا د ورځي په مناسبت پر جناح روډ تېرېدئ او جامع کلاتهـ ته نيژد حمله ورباندي وسوه.
که څه هم تر اوسه د مرګ ژوبلي دقيقه شمېره نه ده معلومه، خو د جناح هسپتال او سېول هسپتال ډاکټران وايي تر ٢٠ زيات مړي ور وړل سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024