کور / تازه خبرونه / المان د لندن له کنفرانس سره مخالف دئ

المان د لندن له کنفرانس سره مخالف دئ

د المان د بهرنيو چارو وزير له يوې المانۍ مجلې سټيم سره په مرکه کي ويلي دى به د لندن په هغه کنفرانس کي ګډون ونکړي چي راتلونکې مياشت په دغه ښار کي د افغانستان په هکله جوړېږي.
د بهرنيو چارو وزير جيوډو ويسټرويل وايي په هغه صورت کي په دې کنفرانس کي ګډون کوي چي د افغانستان څخه د ناټو عسکرو د راوتلو پر مهالوېش او ملکي بيارغونه باندي هم خبري پکښي وسي، او که دا کنفرانس يوازي افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږلو او افغانستان سره د مرستي په خاطر جوړېږي د المان هيواد استازى به ګډون پکښي ونکړي.
د کندز تر قتل عام وروسته چي د سپټمبر په مياشت کي ١٣٠ تنه ملکي کسان پکښي ووژل سول، په افغانستان کي د الماني پوځيانو له حضور سره د المانيانو مخالفت ډېر سوئ دئ.
په هغه حمله کي چي د افغانستان حکومت ويل طالبان پکښي وژل سوي، تېره مياشت د المان د دفاع وزارت ومنله چي ګڼ شمېر ملکي کسان پکښي وژل سوي وو.
د سپټمبر د مياشتي هغه بريد ځکه په دغه هيواد کي ګڼي ستونزي راولاړي کړې، چي قربانيان يې ټول ملکي کسان وو او د يوه الماني جنرال په غوښتنه دغه بمباري سوې وه، چي وروسته يې له امله د جرمني د دفاع پخواني وزير او دوو نوروپوځي چارواکو استعفاء هم وکړه.