کور / تازه خبرونه / هلمند: ايساف ځواکونه د يوه طالب قوماندان د وژلو ادعا کوي

هلمند: ايساف ځواکونه د يوه طالب قوماندان د وژلو ادعا کوي

په هلمند کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر څخه په څپره شوي خبرپاڼه کې ويلي دي، چې نوموړۍ طالب قوماندان تازه ګل نوميږي دهلمند ولايت ګرشک ولسوالۍ په یو لړعمليات کې د دوى د ځواکونو لخوا ووژل شو.
خبر پاڼه وايي چې نوموړي قوماندان د بمونو او ماينونو جوړولو مهارت درلود.
خو بل خوا د ګرشک ولسوال عبدالاحد دې عملياتو او نوموړي قوماندان له وژل کيدو څخه ځان ناخبر بولي.