کور / تازه خبرونه / ګريشك:پرمظاهره كوونكو ډزي وشوې

ګريشك:پرمظاهره كوونكو ډزي وشوې

دهلمند ولايت دګريشك ولسوالي ګڼو اوسېدونكو لراوبر ويپاڼي ته وويل چې افغان امنيتي ساتونكو او ملي پوځيانو پرمظاهره چيانو پرله پسې ډزي وكړې او ددوى په وينا څلور كسان يې ټپيان كړل . حاجي سلام په نوم يوه كس لراوبر ويپاڼي ته وويل چې اوس خلګ په بازار كې نسته او مظاهره كونكي دفرقې په مخ كي سره راغونډ سوي دي . ده زياته كړه ما په تليفون كي عكسونه هم واخيستل اويوټپي سوى سړى چې نورو رااخيستى دى زه يې عكس هم لرم .يوه بل كس چې په ژړا يې خبري كولې وويل چې مظاهره كونكو څه ګناه كړې وه چې ډزي ورباندي وسوې؟ ، خلګ اوس هم دنړۍ والو ځواكونو پرضد شعارونه وركوي.