کور / تازه خبرونه / ولسمشر دزابل دملي پخلاینې دمشر وژنه غندلې.

ولسمشر دزابل دملي پخلاینې دمشر وژنه غندلې.

دافغانستان ولسمشر حامد کرزي په زابل کې دافغانستان دسولې دټینګښت دکمیسیون دولایتي مشر وژنه په کلکو ټکو غندلې، لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې چې دولسمشرۍ ماڼۍ درسنیو ددفتر له لوري لیږل شوې ده، راغلي چې ولسمشر کرزي دعبدالقیوم مجددي وژنه غندي او دا کار دهیواد دسولې ددښمنانو بولي. ولسمشر کرزي ویلي چې دزابل دسولې دټینګښت دکمیسیون مشر عبدالقیوم مجددي هڅه کوله تر څو هغه وسلوال چې غواړي عادي ژوند ته ورستانه شي، د افغانستان له حکومت سره دپخلاینې لار ته وهڅوي. ولسمشر کرزي دنوموړي کورنۍ ته خپل تسلیت وړاندې کړی. عبدالقیوم مجددي تیره ورځ دزابل ولایت دشاجوی په ولسوالۍ کې د وسلوالو تر برید لاندی راغی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.