کور / تازه خبرونه / دخوست دخولبيسات په سيمه کي چاودنه وشوه

دخوست دخولبيسات په سيمه کي چاودنه وشوه

دخوست ولايت دصبريو ولسوالي دخولبيسات په سيمه کي بمي چاونه وشوي.
نوموړي چاودنه نن سهار دخوست او خولبيسات تر منځ په لويه لار کي دملکي کسانو په موټر وشويده چي په ترڅ کي يي يو تن مړ او څلور کسان ټپيان شويدي، دخوست ولايت دامنيي قومنداني چارواکي وايي چي چاودنه دريموټ کنټرول له لاري شوي او په تور يي تر دي دمه څوک نه دي نيول شوي خو په سيمه کي پلټني رواني دي ديادوني وړ ده چي دا لومړي ځل نه دي چي دملکي کسانو په موټر بمي چاودنه کيږي تر دي مخکي هم دهمدي ولسوالي په شاوخواکي په ملکي کسانو څو څو ځله چاودني شوي چي امنيتي چارواکي يي شخصي بد بولي.
له بلي خوا دخوست ولايت دامنيي قومنداني چارواکي وايي چي پرون ناوخته يي دصبريو په ولسوالي کي څلور تنه له وسلو سره يوځاي نيولي دي چي پوښتني تري رواني دي چارواکو دنوموړو کسانو هويت تر دي دمه نه دي څرګند کړي.