کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان دولت په طالب جوړونه کي نامخامخ لاس لري

افغان دولت په طالب جوړونه کي نامخامخ لاس لري

 


ملاذكريادكندهار ولايت په ژېړۍ ولسوالي كې دملنګانو په كلي كې وژل شوى دى ، له ده سره دهغه كور يوځوان هم وژل شوى چې نوموړى يې دشپې له مخي په كور كې بيده وو، ملاذكريا دافغان ځواكونو او ايساف پوځيانو په ګډو عملياتو كې خپل ژوند له لاسه وركړى دى پر ده باندي عمليات په داسي حال كي شوي چې نوموړى له خپلو ملګرو پرته يوځاى كې بيده وو. دسيمې يوه بل طالب قوماندان لراوبر ويپاڼي ته وويل چې ملا نور ذكريا دجاسوس په مټ وژل شوى او دده په خبره دجاسوس دنيولو هڅي پېل شوې دي خو تردامهاله لا هم په دې تور څوك نه دى نيول شوى.
 
له اڅګزي قام سره تعلق لرونكى ملا ذكريا وروسته له هغه دوسله وال طالب په توګه دجګړې ډګرته راووت چې په افغانستان كې يې يوه وسله وال قوماندان دكورنۍ يوغړى په وهلو كې ووژلو هغه قوماندان هم دكندهار ښار اوسېدونكى وو او په سيمه كې ديوه لوى قوماندان په نوم دنده تر سره كوله ، دملا ذكريا خبره ده چې زما دكورنۍ غړى يې څلور ورځي دكندهار په انحصاراتو كې په لاس ځوړند كړى وو.


 ده دغچ اخيستې په موخه ټوپك غاړي ته واچاوو او په تېرو شپږو كلونو كې ښه وځلېدى او هم داراز يې دخپلو جنګ جګړو په ترڅ كې نوم ويوست او دطالبانو په اوسنيو ليكو كې ځان ته ښه ځاى پيداكړ، دطالبانو باوريې ترلاسه كړ او دهلمند په ګريش ، سنګين ، او موساكلاكې درانه جنګونه وكړل ، دپنجوايي او ژېړۍ ولسواليو دجګړو پر مهال يې هم ښه نوم وګټلى او په پرله پسې توګه وجنګېدى ، ګڼ ملاتړي يې وموندل او دطالبانو يو موهم شخصيت شو .


اوس دده وژنه ښايي په سيمه كې وسله والو طالبانو ته يوه زربه وي خو پوښتنه داده چې دذكريا په څېر به نور څومره افغانان دټوپكسالارو له كبله دطالبانو ليكو ته تللي وي؟