کور / تازه خبرونه / ميرانشا:پاکستانی پوځ له درنو وسلو کار اخستی

ميرانشا:پاکستانی پوځ له درنو وسلو کار اخستی

 


طالب جنګياليو په جنوبي وزيستان کي د پاکستاني پوځ پر مرکزونو بريدونه کړي دي او پاکستاني پوځ په جوابي بريد لاس پوري کړی دی ، جګړه اوس هم روانه ده ، دا خبره د پاکستاني پوځ وياند خبريالانو ته وکړه .  نوموړي ويلي چي په جګړه کي له درنو وسلو هم کار اخستل سوی دی ، پاکستاني پوځ سيمي ته نور پوځونه غوښتي دي چي زغره وال ټانکونه هم پکښي شامل دي .


په دې جګړه کي تر اوسه د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويل سوي .


د لر افغانستان د شمالي پښتونخوا په ځينو سيمو کي په دې وروستيو کي جګړو زور اخستی دی ، زيات شمېر خلک بې کوره او بېکاره سوي او د ژوند يې له ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دی . له دوی څخه يو شمېر  د بر افغانستان د خوست ، پکتيا او پکتيکا بېلابېلو سيمو ته لېږدېدلي دي .