کور / تازه خبرونه / د کراچي د چاودني مړي ٣٢ تنو ته ورسېدل

د کراچي د چاودني مړي ٣٢ تنو ته ورسېدل

د کراچي د نن ورځي په ځانمرګي بريد کي د مړو شمېر ٣٢ تنو ته او د ټپيانو دا ٨٠ ته ورسېد.
د سند ايالتي چارواکي وايي دغه حمله هغه مهال د کراچي ښار په زړه ايم، اې جناح روډ کي جامع کلاتهـ ته نيژدې وسوه، چي د شيعه ګانو يو جلوس د عاشورا د ورځي په مناسبت دلته راغونډ سوئ وو.
تر بريد وروسته په ښار کي تاوتريخوالى ډېر سوئ او شيعه ګانو تر بريد وروسته ٤٦٨ دکانونو او ٦٣ موټرانو ته اور اچولئ دئ، چي له امله يې خلګو ته په کروړونو روپۍ تاوان رسېدلئ دئ.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک او د سند ايالت وزير اعلى دغه چاودنه سخته غندلې او د کراچي له اوسېدونکو څخه يې د زغم غوښتنه کړې ده.
دغه چاودنه چي تر اوسه يې مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کي په ٢٤ ساعتونو کي دريمه چاودنه ده چي د عاشورا په مراسمو کي ترسره کېږي.
د سند ايالت د عامي روغتيا وزير ډاکټرصغيراحمد وايي په ټپيانو کي د ٣٠ تنو حالت د اندېښنې وړ دئ، چي ښايي له امله يې د مړو شمېره ډېره لوړه سي.
بلي خواته د کراچي يوه ديني عالم عرفان عابدي له خلګو څخه غوښتي چي له تشدد څخه لاس واخلي او په پوره زغم سره دغه پېښه تعقيب کړي.