کور / تازه خبرونه / مصر :د اسراييل لومړې وزير سباله قاهري ته راځي

مصر :د اسراييل لومړې وزير سباله قاهري ته راځي

د اسرييل لومړې وزير بينيامين نتنياهو سبا د سي شنبي په ورځ مصر ته په يو لنډ سفر راځي چي د مصر ولسمشر محمد حسني مبارك سره به د منځنې ختيځ دسولي د پروسي او په بيلا بيلا موضوعګانو سر بيره د دواړو هيوادنو د خپل منځي اړيكو د پرمختيا او پياوړ تيا په اړه خبري اتري وكړې.
ښاغلې نتنياهو په تل ابيب كي خبريالانو ته وويل چي دې په دي باور دي چى مصر او اسراييل دواړه غواړي چي په منځنې ختيځ كي د سولي د پروسي خبري اتري زر تر زره پيل شي.
هغه وويل چي مصرد منځنې ختيځ د سولي د غورځنګ لارښود دې هغه زياته كړه غواړي د مصر په مرسته د فلسطينيانو سره د سولي خبري اتري بيا پيل كړي.

د يادوني وړده چي د اسرييل او فلسطين ترمنځ د سولي خبري اتري د يوكال راهيسي په ټپه ودربدلي ،او د فلسطين ولسمشر محمود عباس وايي چي د اسرييل سره د سولي خبري به تر هغو پيل نه كړي چي تر څو اسراييل د فلسطين په ځمكو د يهود ميشت ځاينو د جوړيدو كارچورلټ بند نكړې.

د بلي لوري سياسي شنونكي او تحليلګر د نتنياهو مصر ته د سفر موخه د اسلامي غورځنګ حماس سره د بنديانو د تبادولي په سرولسمشر مبارك سره غوڅي خبري كول ګڼي .
مصر او المان په ګډه د اسراييل او حماس د بنديانو د تبادولي په خبرو اترو كي منځګړتياكوي .
سياسي ليكوال او شنونكي فهمي هويده وايي چي دې فكر كوي چي اسرييل غواړې چي د حماس سره خپل بندې سرتيرې ګلغاد شاليط د حماس د غوښتني سره سم د ( 1400) فلسطيني بنديانو د راخوشيكيدو په بدل كي راخوشي كي .
كړې.
هغه زياته وي چي اسراييل اوس دي ته اړ شوي چه دي كار ته د پاي ټكي كيږدې ،ښاغلي وايي چي اسراييل د مصر نه د فلسطيني بنديانو د راخو شيكيدو روسته پر اسرييلو د وسلوال بريدنو د نه كولو ډاډګيرنه غواړې.

خو لومړې وزير نتنياهو د حماس سره د بنديانو د تبادولي پريكړه په لنډ وخت كي نا شوني و بلله .
د يادونه وړ ده چي د اسراييلو سر تيرې ګلغاد شاليط د 2006 نه د حماس سره بندي دي چي د تيركال په همدي شپو كي په غزه باندي د اسريلو د بريد يوه موخه د شاليط دراخوشكيدو هم وه