کور / تازه خبرونه / حزب اسلامي په کونړ کي د ځوانانو ډله ايز وژل غندلي دي

حزب اسلامي په کونړ کي د ځوانانو ډله ايز وژل غندلي دي

دافغانستان د اسلامي حزب ګوند لخوا په يوه خپره سوې اعلاميه کي دتېري يکشنبې په ورځ په کنړ کي د بهرنيو پوځيانو لخوا د يوشمېر ځوانانو وژل په سختو تورو غندل سوي دي .

په دې اعلاميه کي چي نن خپره سوه راغلي دي چي د ښوونځي د غه تنکي ځوانان چې د کنړ د ولایت د نرنګ د ولسوالۍ دغازي اباد د کلي اوسیدونکي و د تیري یکشنبي په ماښام په داسې حال کې چې په خپلو کې یي سره ناسته درلوده ، د بین المللي تیري کونکي ځواکونو تر چتر لاندي د امریکایي وحشي ځواکونو د تیري او وحشت ښکار وګرځیدل او دهغوې د ناستي ځاې یې د هغوې په پاکو وینو رنګ کړ .

د اعلاميې له مخي د امریکایي ښکیلاک له پاره اوس په ګران هیواد کې دا ډول تیري او عام وژنه یو معمولي کار ګرزیدلي .
اسلامي حزب پر بهرنيانو نيوکه کړې او وايي چي دا دا د بشر د حقوقو بیرغچیان چي په خپلو هیوادونو کې د یوه حیوان وژل هم نه شي زغملاې زمونږ د هیواد کور کور یي د خپلو وحشیانه تیرویو او عامو وژنو په اساس په ویر او غم کی ډوب کړې ، هره ورځ زمونږ د ولس وګړي په یوه نوم او بل نوم باندې د خپلو وحشیانه تیریو او بمباریو په واسطه وژني .

په اعلاميه کي په تېر وخت کي دڅو بېلابېلو ولايتونو هغه بېلګي يادي کړي چي له مخي يې د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کي بېګنا وګړي وژل سوي خو د اعلاميې له مخي دکابل رژيم يې په اړه يوازي په ږغ پورته کولو بسنه کړې ده .
د یادوني وړ ده چي زياتره افغانان پر حزب اسلامي ګوندنيوکه کوي چي ددې ګوند وسله والو هم د خپل واک پر مهال دکابل په ګډون يو شمېر نورو سيمو کي د تنظيمي جګړو پر مهال دملکي خلکو ويني توی کړي دي .