روسيې د افغانستان سره د کامازموټرو مرسته وکړه

د لراوبر اداره | دسمبر 29th, 2009


دحيرتان بندرپه يو ښارګوټي كې د روسيې د سفارت سلاكار(يورګين ميشن) د بلخ والي عطامحمد نور ته د كاماز ګاډي وسپارل.عطامحمدنور د روسيې رول د افغانستان په اقتصادي برخه كې اغېزمن او ګټور وباله او زياته يې كړه،چې د افغانستان لپاره د روسيې تخنيكي الې ډيرې ارزانه تماميږي ځکه چې ګاونډي هېواد دى او ده له روسيې څخه دنورو مرستو غوښتنه هم وكړه.
نوموړي مرسته شوي ګاډي به د افغانستان د كرنې او مالدارۍ وزارت ته تسليم شي ترڅو پخپلو چاروكې ورڅخه په مرکزاوولاياتو کې ګټه واخلي.د سفارت سلاكار زياته كړې،چې روسيه به له افغانستان سره د لسګونو زرو امريكايي ډالرو په ارزښت د خوراكي توكيو مرسته هم وكړي.ديادونې وړده چې دناټوهېوادونو د خپلو موادو د ليږد لپاره له روسيې څخه د ترانزيتي لارې او نورو مرستو غوښتنه كړې ده او دوې هم منلى ده.

Copyright Larawbar 2007-2024