ولسمشره نور په غندلو څه نه کیږي
د لغمان د هرمل تر پېښې وروسته وړمه شپه د کنړ د نرنګ په ولسوالۍ کې یو وار بیا نړیوالو ځواکونو د پښتنو راتلونکې یعنې د ښوونځي اته زده کوونکي په نښه کړل، د هر یوه نوم او د پلار نوم به یې اخیسته او د کور د دروازې په مخکې به یې د مردکیو ښکار کړ، دا یې نه کتل چې څوک دي؟ ټوپک لري، په رښتیا هم وسلوال دي او یا د اسامه د شبکې غړي دي، بس توره بلا وه، خوړل یې کول نور یې نه کاته چې څه خوري.
د بدبختیو همدا پیل کلونه وړاندې لا نړیوالو ځواکونو په تېره بیا وحشي امریکایانو پیل کړی، هغوی چې کله هم څوک وژني بیا له دې پسې نه ګرځي، چې ایا د هیومن رایټس واچ یا د سیما سمر بشري حقونه خوندي کړي.
د کنړ پدې خلکو به څه تېر شوي وي، دا درد هغوی یوازې لیدلي مونږ خو یوازې دا وايو چې هره ورځ همدومره وژل کیږي، ان پرې خفه کیږو نه.
هغه د نعیم فراهي خبره د امریکا ګورنر چې مونږ ورته په ډېر تآسف ولسمشر وايو، له ګورنر هاوس یا له ارګ یوه مطبوعاتي پاڼه رسنیو ته لیږي پکې لیکي” د افغانستان د جمهوري ریاست جمهور ریس جامد کرزی نن په کنړ کې د عامو وګړو په وژنه خبر شوی او خپل تاثر یې ددغه ولایت له خلکو سره شریک کړی، د هغوی پاتو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي او شهیدانو ته یې جنت الفردوس غواړي.”
ډېره د افسوس خبره ده چې د هیواد ولسمشر یوازې دا لیکي چې پدې خبر خفه شوی، دا څرنګه خفګان دی، خفګان په طبیعي پېښو څرګندیږي، چې له انساني توانه لوړ وي، درانه ولسمشره دا ستا پوځونه امریکايي دي او که افغان دوی دا کار قصدي کوي، هیڅ د بانې او پلمې ځای په کې نشته نه هم چېرې دا خلک په هوايي ګولیو لګېدلي، په پخوا وختو کې خو به چې کوم پادشاه یا د هیواد مشر په کوم څه خفه کېده، ډوډۍ به یې نه خوړه، د سیمې ځای ته به ورته د خلکو په منځ کې اوازه وه چې ولسمشر خفه شوی، په قهر شوی، وېره به ترې وه، دبدبه به یې لرله، ملک به په لړزه کې وو.
خو افسوس پدې ولسمشر یوازې یې غندل زده کړي، که دا ټول هیواد هم لولپه شي، نو بیا به هم وايي پرې خفه یم غندم یې.
زه همدې ولسمشر ته یوه مشوره ورکوم د خدای لپاره خلک پدې نور مه غولوه، هر څه جفاوې چې ورسره کوې کوه یې، نورو هم کړي، ته یې هم ورسره وکړه، غندلو نه تېر شه، ډالر ښه پریمانه پیدا کړه، خپل کرزي خېل، شمالي ټلواله او د عاشورا ټېکه داران ښه ماړه کړه خلک دی خپل خیر په خپله لټوي.