کور / نثر / اخري وصيت

اخري وصيت

ما په تور قبر کې کيږدې ترڅو ټول پوه شي چې ، په تورو تيارو کې مړ شوى يم .

لاسونه مې له تابوت څخه باندې پريږدې ترڅو ټول پوه شي ، هغه څه چې مى غوښتل هغه ته و نه رسيدم .

سترګې مې خلاصې پريږدې ترڅو ټول پوه شي چې د وروستې شيبې پورې د هغې په انتظار کې وم .

ويښتان مې جړ پريږدې ترڅو ټول پوه شي چې په دى دنيا کې خپلې هيلې ته نه يم رسيدلې .
يو بيديايي ګل مې په تابوت کې کيږدې ، ترڅو د معشوقې پرځاى هغه را سره وي .

ديخ يوه ټوټه مې پر سينه کېږدئ ، تر څو په زړه کې پټ اور مې هغه اوبه کړي او د معشوقې پرځاى راته وژاړي .

که کله مو هم زما قبر ورک کړ ، يوه لويه تيږه له غره څخه را کولي کړې په هرځاى چې ودريده پوه شى چې همدا زما قبر دى .

په ژوند خپلو هېلو ته نه يم رسېدلى خو اوس ډاډه يم چې دا وروستۍ هيله به مې پوره شي او خلک به مې وصيت پرځاى کړي .

١٣٨٨ ، مر غومي ٦مه ، کابل
پژواک خبري اژانس