کور / تازه خبرونه / افغان عسکر یو امریکایی پوځي ووژﺉ

افغان عسکر یو امریکایی پوځي ووژﺉ

د ایټالیا « لورین زو ټوټارو » ورځپاڼه خبر ورکوی چی نن د بادغیس په بالامرغاب کی یو افغان عسکر پر امریکایی او ایټالوی پوځیانو ډزي وکړې چی په نتیجه کی یې یو امریکایی عسکر وواژه او دوه ایټالوی پوځیان یې هم زخمیان کړل . خبر دا حمله « اشتباهی » بولی خو دا نه وایی چی آیا دغه افغان عسکر ژوندی دی که وژل سوی دی . ایټالیا غواړی چی ډیر ژر نور ۱۰۰۰ پوځیان هم افغانستان ته راولیږی چی مجموعی تعداد به یې ۴۰۰۰ ته ورسیږی .