کور / تازه خبرونه / طالبان : ۵۵۸۷ بهرني پوځیان مو وژلي او ژوبل کړي دي

طالبان : ۵۵۸۷ بهرني پوځیان مو وژلي او ژوبل کړي دي

طالبانو په خپل هغه کالني راپور کي چي ټولو خبري څانګو او رسنیو ته یې لېږلئ ، خپل سیاسي او رزمي فعالیتونه او لاسته راوړني بیان کړي دي .

د سیاسی فعالیتونو څخه د نمایشي انتخاباتو ډرامې ته اشاره کوي چي څنګه حد اقل افغانانو برخه پکښي واخیسته او نور مثالونه بیانوي .

راپور وایي چي طالبانو په ۲۰۰۹ کال کي ۵۵۸۷ بهرني پوځیان وژلي او ژوبل کړي دي ، څه نا څه ۷۲۵۴ داخلي عسکر یې وژلي او ۲۰۶۹ یې هم ژوبل کړي دي .

راپور زیاتوي چي طالبانو د خپلو بریالیو حملو په نتیجه کي ۳۶۶۷ عراده جات او شوبلي ویجاړي کړي او ۴۴ الوتکي یې نسکوري کړي دي .

راپور په روان کال کي د طالبانو تلفات ۵۴۰ کسه بولي . راپور د ملکي افغانانو د تلفاتو په هکله وایي چي د اشغالي پوځیانو د ړندو بمباریو او مخامخ ډزو له امله په سلګونو ملکي انسانان شهیدان سوي او د هغوی کورونه وران کړه سوي دي لکه د فراه د بالابلوک او کندز د چهاردرې خونړۍ پیښي چي څه باندي ۵۰۰ هېوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل چي اکثریت یې ښځي او ماشومان وو .

راپور خبرداری ورکوي چي طالبان به په ۲۰۱۰ کال کي د اشغالګرانو پر ضد د ډول- ډول پوځي مهارتونو او پرمختللو تاکتیکونو په کارولو سره له پخوا نه ډیر او درانه تلفات ور واړوي او نور به یې هم په نارو او فریادونو راولي .