کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې په افغانستان كې د امريكا روان چلند ته په اشارې د يو شمير امريكايي سياستوالو په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې سپينه ماڼۍ په افغانستان كې د پخواني شوروي اتحاد تيروتنې تكراروي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې ناټو ته د امريكا د بهرنيو چارو د پخوانې وزير دا سپارښتنه راخستې، چې ناټو يوازې د ځان نه بلكه د سيمې د هيوادونو امنيت ته هم پاملرنه وكړي، چې د ملي امنيت ګټې يى په افغانستان كې له امنيت سره تړلي دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په كنړ كې د بهرهنيو ځواكونو په عملياتو كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې وروستۍ پيښې ته په اشارې ليكلي، چې داسې دوستان وي نو دښمن ته څه حاجت.
ورځپاڼې په دوام كې دا خبردارې هم وركړې، چې دداسې پيښو د دوام په صورت كې به بالاخيره افغان ولس پاڅون ته مجبوره شي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون د فعاليتونو بنديدو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه موجوده شكايتونه به څوك څيړي.؟
ورځپاڼې په دوام كې د جمهوري رياست د انتخاباتو په اړه ددغه كمسيون د غړو دريځ ناسم بللې او له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې ددې كمسيون غړي دي بيامومي او افغانستان ته دې واستوي څو شته شكايتونه وڅيړي.
په ورځپاڼه كې د لندن د غونډې لپاره روانو تياريو ته هم كتنه شوې او د ولسمشر كرزي ترمشرۍ لاندې د جوړې شوې غونډې په حواله ليكل شوي، چې د لندن غونډې ته بايد داسې طرحې وړاندې شي، چې د افغانانو د ارمانونو ترجماني وكړي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د كنړ په پيښې بحث كړې او پوښتلي دي، چې د ښوونځيو ماشومانو څه ګناه درلودله؟
ورځپاڼې له خپله اړخه په افغانستان كې د بې ګناه انسانانو وژنه په كلكه غندلې او په عينې حال كې له دولت نه غوښتي دي، چې داسې لاره خپله كړي، چې له مخې يى بهرني ځواكونه د خپلو عملياتو په مهال د عامه خلكو ژوند ته متوجه شي.
ورځپاڼې د همدې پيښې په اړه د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې ليكلي، چې له دې عملياتو وروسته د افغان ولسمشر او د ناټو ترمنځ د نظر اختلاف منځ ته راغلې.
په ورځپاڼه كې د هغو څلورو كسانو انځورونه هم خپاره شوي، چې د ملي امنيت په مرستيال د شوې حملې په تړاو كې نيول شوي او ددې حملې عاملان بلل شوي.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا دخپل لومړي مخ په يو مطلب كې په افغانستان كې د ملي شورا په انتخاباتو بحث كړې او هغه ستونزې يى څيړلي، چې ددغو انتخاباتو په وړاندې پرتې دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې په شتو ستونزو تبصره كړې او پدې اړه د ناټو د يو چارواكي وروستيو څرګندونو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې روان جنګ به د چا په ګټه وڅرخي؟
ورځپاڼې په دوام كې په افغان دولت او نړيوالې ټولنې انتقاد كړې، چې پخپلو بزدلانه پاليسو سره يى په افغانستان كې د طالبانو د فعاليتونو د پراخيدو اسباب برابر كړي.