کور / تازه خبرونه / امريکا د عمر فاروق او القاعدې په تړاو خبره وه

امريکا د عمر فاروق او القاعدې په تړاو خبره وه

د امريکايي الوتکي د چاودني په تور د نيول سوي کس عمر فاروق عبدالمطلب پلار مطبوعاتو ته ويلي چي د خپل زوى په اړه يې دمخه لا د امريکا سي، آى، اې استخباراتي سازمان خبر کړئ وو.
د عمر قارق پلار زياتوي چي دى د خپل زوى په خيالاتو پوهېدئ چي د القاعدې شبکې سره يې جوړه ده، ځکه يې په نايجريا کي د امريکا سفارت ته احوال ورکړ چي د زوى سره يې پام وکړي.
د عمر فارق پلاروايي هغه مهال امريکايي سفارت د ده خبرو ته هيڅ پاملرنه ونکړه.
عمر قاروق عبدالمطلب د کريسميس په ورځ د امسټرډام هوايي ډګر څخه د امريکا د ډيټرويټ هوايي ډکر ته د تلونکي الوتکي د ناکامه چاودني په تور نيول سوئ دئ.
نوموړي اقرار کړئ چي په نايجريا کي يې د القاعدې شبکې سره اړيکي درلودې او پرون د القاعدې يوې ويبپاڼي هم وويل چي دوى د دغي الوتکي د چاودني پلان درلودئ خو د تخنيکي ستونزي له کبله چاودنه خنثى سوې ده.