کور / طنز / ( اتڼ په پارلمان کي) لومړۍ صحنه

( اتڼ په پارلمان کي) لومړۍ صحنه

Abdul Nafi Himmat


ليکونکی :عبدالنافع همت – کابل ( برېښناليک: an_himmat@yahoo.com – ټيلفون :٠٧٠٨١٩٨٤٥١ )
پرله پسې: لومړۍ ( همدا برخه ) دوهمه برخه ، دريمه برخه ، څلورمه برخه


لوبغاړي:
١_ معلم خدايداد
٢_ معلم غفار
٣_ محمدنور
٤_ غلام سخي
٥_ نسيم خان
٦_ جنرال منصور
٧_ جنرال يلداش
٨_ حاجي واحد
٩_ ملادروېش
١٠_ لالاجان
١١_ نيکو
١٢_ ډاکټر رنځوروال
١٣_ پېغله شمشېر زبان
١٤_ ډاکټرصيام خيمه وال
١٥_ قرداش
١٦_ پېغله زېبا
١٧_ نظرعلي
١٨_ طلامحمد
١٩_ قوماندان کله شخ
٢٠_ مېرمن شېرازي
٢١_ ډاکټرنذير
٢٢_ اسماعيل
٢٣_ خداقول پهلوان
٢٤_ جنرال فضل الحق
٢٥_ سرورخان


لومړۍ صحنه:
ځای: يوه خونه چې کوچونه پکښي پراته دي او دروازه يې تړلې ده.
وخت: شپه



معلم خدايداد:(په خپله لنډه سپينه ږيره کې ګوتي وهي او بيا معلم غفارته مخ ور اړوي) د جهاد او مقاومت دښمنان غواړي چې مجاهدين سوکه – سوکه له سياسي واک څخه څنډي ته کړي. کله يې بنسټپالان بولي او کله بيا د بشري حقوقو خبره رامخته کړي.
معلم غفار:(په خپله اوږده ږيره کي ګوتي وهي او بيا په تريو تندي وايي) تر اسلامي بنسټپالنه خو پخوا لا تېر شوي يو، داچي غربيان  باور نه راباندي کوي، دابيا بېله خبره ده. يو وخت چې به چا د پراخ بنسټه حکومت نوم ياداوه، نو موږ به کافر باله، خو اوس دا دی  موږ خپله په پراخ بنسټه حکومت کې پراخ کښېناستلو. اول زه په خپله د طلوع ټلوېزيون تولسي ډرامه او”هاپ“ خپرونه په ډېره مينه ګورم. که رښتيا ووايم، نو ما ته خو له بنسټپالنې څخه يوازي  همدا يوه اوږده ږيره راپاته ده، بس .
جنرال يلداش:(چپنه پر اوږو سموي) معلم صاحب تاسي سمه خبره کوئ، موږ او تاسي د جبل السراج په تړون کې ومنله، چې نور به د کمونست،اخواني، ماويست، شيعه، سني او داسي نورې ايډيالوژيکې اړيکې پرېږدو، يوازي به د اقليتونو خبره کوو.
جنرال منصور:(پکول له سره ايسته کوي، پر زنګانه يې ږدي او پر خپله لويه پزه لاس تېروي) ياره معلم صاحب دا ستا ږيره خو قسم دی، چې موږ ته يوه توره بلا شوه. دا دی وګوره موږ ټولو ږيري کونډۍ او يا مو وخريلې، خوستا ږيره نه يوازي دا چي لنډه نه شوه، بلکي ورځ په ورځ نوره هم اوږدېږي.
(ټول خاندي)
معلم خدايداد: ښه وايي معلم صاحب، غربيان داسي فکر کوي، چې ګواکي موږ او تاسي اوس هم له القاعده شبکې سره اړيکې لرو، اوس ستا په خاطر پر موږ هم پوره باور نه کوي.
معلم غفار: زه دلته يو تصحيح کوم، هغه دا چې يو القاعده شبکه ده او بل الفايده شبکه ده. موږ او تاسي که اوس په القاعده شبکې پوري تړلي نه يو، نو د الفايده شبکې ښه وفاداره غړي خو يو.
(ټول خاندي)
غلام سخي: (لنګوټه سموي او يوه کپه نسوار خولې ته اچوي) معلم صاحب دا خبره سمه ده، چي ته زموږ په شان د الفايده شبکې غړی او ډيموکراټ يې، خو ظاهراً ډيموکراټ نه ښکارې. (خپله ږيره په موټ کي نيسي) دا دی ماته وګوره!
که ږيره مې خريلې نه ده، نوپه ډيموکراټيک رنګ خو مي وهلې ده. دا ډېر اصل رنګ دی، چي خپله استاد خليلزاد له امريکا څخه راته راوړی دی.
نسيم خان: (خپله نيکټايي ټينګوي او په خندا وايي) ښه وايي معلم صاحب تاسي ولي ږيره نه رنګوئ؟ که يې رنګ کړئ، نو باور وکړئ، چي ډېر ځوان به معلوم شئ.
 معلم غفار:(موسکی کېږي) ما به دا کار مخکي لا کړى  واى، خو ستونزه داده چې په افغانستان کي يو څو محدود رنګونه پيدا کېږي، لکه طالب، القاعده، آى ايس آى او خليلزاد.
دا لومړي درې رنګونه خو موږ او تاسي ټولواستعمال کړي دي، خو اوس مو ږيرې حساسيت ور سره لري او خليلزاد رنګ بيا يوازي خليلزاد صاحب واردوي، آن دا چې بل څوک يې د استعمال په چل هم نه پوهېږي، بايد خپله دى محترم د يوچا ږيره په ور رنګ کړي.
غلام سخي: نو خليلزاد صاحب ته ولي نه واياست، چي تاسي ته هم دغه رنګ راوړي؟
 معلم غفار: (په خندا) ما څو واره ورته ويلي دي، خو خليلزاد صاحب وايي، چې ته بايد يو ځل خپله ږيره وخريې، چې د القاعده رنګ ځنې پاک شي.
معلم خدايداد: (غاړي تازه کوي او په خندا وايي) نو دا خو اسانه خبره ده، ويې خروه. که ماته خليلزاد صاحب ويلي واى، نو ږيره خريل څه چې تېرې نام سر به مي هم جوړکړی وای.
( ټول خاندي)
محمدنور: (خپله نرۍ پزه کشوي) ګوره معلم صاحب!
نور خو هسي هم موږ او تاسي تر پخواني فکر تېر شوي يو. دا چې غربيانو د غربي ډيموکراسۍ پير ته خپل برېتونه په شکرانه کې ورکړل، موږ ولي تر يوې ږيري تېر نه شو؟
جنرال يلداش: (خپل ټټر ته اشاره کوي) محمدنور ډېره پرځای خبره وکړه، دا دى وګورئ ما د ډيموکراسۍ لپاره د پهلوانۍ چپنه او محمدنور پکول ليري کړ او دواړو دريشۍ واغوستلې. اوس داسي ډيموکراټان ښکارو، چي خليلزاد صاحب خپله ګوته په غاښ راته ونيول.
 (ټول خاندي)
غلام سخي: هرڅوک جلاسليقه لري، د معلم صاحب به دريشي نه خوښېږي.
 معلم غفار: (په خندا) نه، نه ولي مي نه خوښېږي. ما پخوا دريشي اغوستله او اوس مې هم زړه غواړي چي وايې غوندم، خو اوس چاغ شوى يم، سمه نه راسره ايسي.
غلام سخي: (معلم خدايداد ته مخ وراړوي) معلم صاحب  ته خو هم پخوا ډېر چاغ وې، خو اوس ډېر مناسب اندام لرې. کېداى شي چي معلم صاحب غفارخان ته هم دغه چم ور وښيې.
معلم خدايداد: (په ترخه خندا)  زه خو طالبانوڅو کاله په منډو کړى وم، د بدن غوښه خو څه، نژدې و چي  هډوکې او ماغزه مي هم ويلي شي.
 (ټول خاندي)
غلام سخي: (عينکې پر سترګو سموي او په خندا وايي) طالبانو خو موږ ټول په منډو کړي وو، مګر تاسي تر ټولو ډېر وزن بايللى دى، نه پوهېږم چي،ولي؟
معلم خدايداد: (په څوکۍ کې پر يوه او بل انډي کېږي) تاسي خو يوازي منډي وهلې، خو ما خپله څوکۍ هم په شا راسره کرځوله. آن داچي يوه شېبه مي نه په سمه او نه په غره کي له ځانه لېري کړې ده. بيا چې افغانستان ته د بي دوه پنځوس پر نيلي سپره ډيموکراسي راغله، نو بيا زه هم د خليلزاد صاحب په باډي بلډينګ کلب کي شامل شوم.
معلم غفار:(د دعا په ډول لاسونه پورته کوي) الهي ته خو بيا طالبان مه راولې، په موږ يې څه غرونه او دښتونه ګزکړل.
(د غونډې ټول برخه وال آمين آمين وايي)
جنرال منصور:(پر خپله لويه پزه لاس راتېروي) معلم صاحب باډي بلډينګ څه په درد خوري؟
(د باکسينګ په ډول په هوا کي سوکان پورته نيسي) باکسينګ به مو شروع کړی وای؟
جنرال يلداش: (په زړه تنګۍ) اوف بابا، تاسي هم پر څومره اوږدو لارو ځئ، موږ او تاسي په زرګونو ملېشې او سلاوي لرو، باکسينګ ته څه ضرورت دی، اوس اصلي موضوع ته راشئ!
محمدنور: (غاړي تازه کوي او لږ جدي کېږي) موضوع خو داده چي داسي يوه هڅه روانه ده چي مجاهدين له واک څخه څنډې ته کړي. که څه هم اوس د حکومت په سلو کي اويا لوړ پوستونه زموږ سره دي، خو داچي جهاد موږ کړی، نو بايد ټول واک هم زموږ سره وي.
جنرال منصور: رښتيا هم چي له مجاهدينو سره غټه جفا وشوه. کله چې د طالبانو رژيم راونړېد، نو موږ د مجاهدينو جوړ حکومت درلود، بايد واک هغوی ته ور سپارل شوی وای، نوري ډلي بايد نه وای پکښې ورکډې شوي.
غلام سخي: هغه خو تېره شوه، دا ووايه چي اوس چاره څه ده؟
محمدنور: چاره يې دا ده چې بايد د جهادي قوتونو يوه جبهه جوړه شي.
جنرال يلداش: جهادي قوتونه، ياني څوک؟
جنرال منصور: جهادي قوتونه، ياني د جبل السراج د تړون پخواني غړي.
معلم خدايداد:(په خوشالۍ) واه واه!
داخو ډېره ښه طرحه ده، هماغه تړون دی، بس يوازي به يې نوم ورواړوو.
معلم غفار: زما خو داسې خوښه ده، چې نوم يې ملي جبهه وي.
(ټول په ګډه) بېخي سمه ده، ډېر ښه نوم دی.
غلام سخي: طرحه خو ډېره ښه ده، مګر په نړيوال ډګر کې به مو څوک ملاتړ کوي او پيسې به څوک راکوي؟
جنرال يلداش: (خوله آسمان ته نيسي او خاندي) ښه وايي پيسې به څوک راکوي، د پيسو خبره کوه.
محمدنور: ته اندېښنه مه کوه، د هغه چاره ما کړې ده، ما د . . . له سفارت سره خبري کړي دي، هغوی ټول مصارف پرغاړه اخلي.
معلم خدايداد: (پر خرېيلي سنت لاس تېروي) پارلمان خو زموږ دی او په اپوزېشن کې هم موږ ولاړ يو، اوس چې د حکومت لوړ پوړي چارواکي هم زموږ ملګري شول، نو داسي يې وبولئ چې دا دولت زموږ شو.
(دروازه خلاصېږي، يو څوک يو اخبار راوړي او جنرال منصور ته يو مطلب پکښې ورښيي)
جنرال منصور: (مطلب ګوري او په وارخطايي وايي) اوف! دا خو ډېره بده پېښه شوه.
ټول: (په اندېښنه) ولي خدای دي يې خير کړي، څه پېښه شوه؟
معلم خدايداد:( راولاړېږي او د جنرال منصور څنګ ته کښېني) څه خبره ده، په اخبار کې څه ليکل شوي دي؟
جنرال منصور: (په وارخطايي) خبره دا ده چې د بشري حقوقو نړيوال سازمان موږ د جنګي جنايتکارانو په لسټ کې شامل کړي يو.
جنرال يلداش: (په وارخطايي) په دې لسټ کې د چا نومونه راغلي دي؟
جنرال منصور: زموږ او ستاسي ټولو نومونه پکښې راغلي دي.
معلم خدايداد: (چې له ډاره يې په خوله کې نا ړه وچه شوې ده) ته وګوره زما نوم هم پکښې راغلی دی کنه؟
جنرال منصور: هو، ستا نوم بېخي د لسټ په سر کي راغلی دی.
معلم خدايداد: (ژاړي) وۍ خدايه اوس به څه کوم؟
نسيم خان: (د معلم خدايداد اوښکي ورپاکوي) خير دی استاده! ته مه ژاړه، يوه چاره به يې وکړو.
معلم خدايداد: زما په نظر دا ټول فساد د بشري حقونو په کميسيون کي دی.
غلام سخي : (په تريو تندي) رښتيا هم يو مهال چا زموږ نوم بې اودسه نه شوای اخيستلاى، خو اوس هرڅوک زموږ نوم په ډېره بېباکۍ يادوي او هغه هم د جنايتکارانو په نوم.
جنرال يلداش: لنډه داچي د دې کمېسيون يوه چاره په کار ده.
غلام سخي :  که B52 الوتکي نه واى، نو زه به له دې کميسيون سره جوړ شوى واى. قسم دی چي د هر مامور په سر کې مې يې مېخونه ورټک وهل. دوی ته د جهاد زور نه دی معلوم.
جنرال يلداش: (د بدمعاش په ډول خاندي) ته خو يې يوازي وژنې. زه يې پس له مرګه مړي هم نڅوم.
(د افسوس په ډول سر ښوروي) خو هی هی چې دا B52 نه وای.
معلم خدايداد: زه نه پوهېږم چې د بشري حقونوسازمان ولي تر قيامته پوري په افغانستان کې د بشري جنايتونو خبره شاربي؟ د ملت خو دا ټولي خبري هېري شوې. کونډياني ښځي واده يا زړې شوې او يتيمان ځوانان شول، د کابل ښار خو دا دى تر ډېره حده بيرته جوړ شو.
 معلم غفار: (پر ږيره لاس راتېروي او په ډډ اواز وايي) لنډه دا چې د دې کميسيون يوه چاره په کار ده.
معلم خدايداد: (لږ په ټيټ اواز) دې مسايلو ته  د بشري حقونو سازمان نه، بلکي غرب لمن وهي او غرب، ياني امريکا.  تاسي ګورئ، په دې باره کې ډېر احتياط په کار دی. که نه نو موږ او تاسي خو طالبان وليدل، چي څنګه يې وځپل. موږ خوپه يوه پوف هم له منځه وړلای شي. 
محمدنور: که زما منئ، نو په دې خبرو کې هېڅ چورت مه وهئ، دا خبري څو واري نوري هم راپورته شوي، خو بېرته غلي شوي دي.
معلم غفار: (جدي) چورت څنګه نه پکښي وهو، که رښتيا ووايم، نو زما خو تر اوسه د طالبانو د وختونو ستړيا لا له هډو نه ده وتلې. اوس چي د جنګي جنايتکارانو په لسټ کې راغلم، ويښه څه چې په خوب کې به هم د هاګ محکمه وينم.
غلام سخي: (په خندا) د هاګ له محکمې خو موږ ټول ډارېږو. وايي د شپې هرڅوک ډارېږي؛ څوک حال وايي او څوک يې نه وايي.
(ټول خاندي)
معلم خدايداد: (جدي) دا د ټوکو او خندا خبره نه ده، بايد د ځان يوه چاره وکړو.
غلام سخي : (د ډاډ په ډول) معلم صاحب ته  هيڅ اندېښنه مه کوه. غرب هيڅکله موږ نه محاکمه کوي، که يې محاکمه کولای، نو پخوا به يې لا دا کار کړی واى. موږ خو د طالبانو په وخت کي په مړو کي حساب وو. ولي يې بيرته راپورته کړو او دومره واک يې راکړ؟
نسيم خان: (په غرور او لويي) معلم صاحب تاسي بېغمه اوسئ زه يې خامخا يوه چاره کوم.
معلم خدايداد: نو ته به يې څه چاره وکړې ؟ 
 نسيم خان: ته بې غمه اوسه، ما په دې باره کي فکر کړی دی، چي د پارلمان له لاري د جنګي جنايتکارانو په لست کي شاملو کسانو ته څنګه بخښنه کېدای شي؟ دا دی سبا به يې تاسي خپله وګورئ!
معلم غفار: نو سبا خو موږ او تاسي د ملي ګټو پر لايحه بحث کوو،چي اجنډا مو يې مخکي لا اعلان کړې ده، دا موضوع به څنګه ور سره وتړو؟
نسيم خان: (د غرور په ډول خاندي) زما يې چل زده دی، په پارلمان کي خو هسي هم زموږ ملګري اکثريت دي.
معلم خدايداد: ياني زه بېغمه اوسم؟
نسيم خان: (په خندا) هو بېخي بېغمه اوسه. داسي يې وبوله، چې د جنګي جنايتکارانو په لسټ کي بېخي ستا نوم نه و.
معلم خدايداد: ياره نسيم خانه پر ځوانۍ دې برکت شه! راشه چې يو ځل دي پر دا تندي ښکل کړم.
 (پر تندي يې ښکلوي او له دې سره ټول خاندي)
محمدنور : ښه بس خبره خلاصه شوه، که اجازه وي زه اوس ځم چې د ( … ) له سفير سره وعده لرم،(نسيم خان ته مخ وراړوي)  نسيم خانه سبا په ولسي جرګه کي دا نننۍ موضوع جدي ونيسئ.
نيسم خان: سمه ده، خامخايې جدي نيسو.
(محمدنور د غونډې له ټولو برخه والوسره خدای پاماني کوي او ځي)
پرله پسې: لومړۍ ( همدا برخه ) دوهمه برخه ، دريمه برخه ، څلورمه برخه

.