ېوېشتمه فروری او زموږ مورنۍ ژبه
دفروری دمېاشتی ېوېشتمه نېټه دپاکستان دتارېخ هغه توره ورځ ده په کومه ورځ چی په بنګالی اولس باندی له دی کبله مرمې و اورول شوی چی هغوی دخپلی ژبی پر خپله خاوره سربېرۍ اوخپل مقام غوښتو . اصل پېښه دغه شان ده چی کله په جنوری ۱۹۵۲ کښي دختېځ پاکستان وزېر اعلې خواجه ناظم الدېن د ډاکی په ېوی غونډه کښي په بنګال کښي د اردو ژبی دقومی حېثېت حماېت وکړو نودخواجه ناظم الدېن ددی حماېت له کبله ګورنر اسټېټ بنک پرېکړه وکړه چی آېنده کښي به چېکونه په اوردو کښی ورکول کېږی . ددی په ځواب کښي دختېځ پاکستان دټولو ګوندونو ېوه غونډه مېزېجرګه دعوامی لېګ په مشری کښي راوغوښتل سوه . اوهم پدی جرګه کښي ېو مجلس عمل جوړ کړل شو ، مجلس عمل په ۲۱م دفروری ۱۹۵۲ په ټول ملک کښي دهرتال پرېکړه وکړه او هم دبنګالې ژبی لپاره پراخی مظاهری وشوی . دمظاهرو مشری دلوستونکو پلاس کښي وه خو په هاغه ورځ د پاکستان دوحشی فورسز (ځواکونو) لخوا پردی سوله اېزو مظاهرو باندی ناتاره ډزی وشوی . او بېشمېره لوستونکې ځوانان ېې شهېدان او ټپېان کړل . د ډاکې دشهېدمنار ددی پېښی ېو ېادګار دې . په کال ۲۰۰۱ کښی دملګرو ملتونو تر لاس لاندې ادارې ېونېسکو لخوا دغه ورځ ۲۱ فروری په ټوله نړې کښی دمورنۍ ژبو دنړېواله ورځې په توګه ونوموله . دېو پښتون په حېث زموږ دا ملې دنده جوړېږی چی ددی ورځې په مناسبت سره پدغه ورځ دخپلې مورنې ژبې پښتو غم خواره شو . خبره داده چی دجناح دخبرو او ارشاداتو په رڼا کښی موږ دا وخت دپاکستان دښمنان ېو ،ځکه چی موږ پښتو ژبه دپښتنو ملې ژبه ګڼو نه اردو . اردو نه زموږ دپلارنېکه ژبه ده نه او نه زموږ په سېمه کښي دلېک په توګه پکارول شوی ده . اردو دهند دېوڅو سېمو ژبه ده چی بشپړه درېنېم سوه کاله نېټه لېک (تارېخ) لری ددی په پرتله زموږ پښتود ژبی داوخت معلوم نېټه لېک شپږزره کاله دې . ځکه بېا واېم چی اردو زموږ ژبه نده ددی په برعکس جناح په ۱۹۴۸ کښی دختېځ پاکستان دوره وکړه په هغه وخت کښی په بنګال کښی سنګرام پرېشد ( جهاد کمېټې ) دبنګالی ژبې لپاره مبارزه کوله خو جناح دسنګرام پرېشد په هکله ووېل چی هرڅوک چی په پاکستان کښی د اردو ژبی دقومی حېثېت پر ضد وی هغه دپاکستان دښمن دی نوځکه موږ دلته که چېری په پاکستان کښي دپښتو ژبې خبره کوو نو بېاموږ هم دجناح دخبرو په رڼا کښی دپاکستان دښمنان ېو اوهم څوک چی په دی هېواد کښی دپښتو ژبی خبره کول غواړې نوبېا هغه ته دپاکستان دی فرضی دښمنی ته تېارېدل پکار دی . په اصل کښی نن پښتانه په خپله دخپلې ژبی دنېټه لېک حېثېت نه ناخبره دی ځکه چی خبره داده چی مولانا عبېدالله سېندی په وار وار داخبره کړې ده چی دپردې دغلامې (مرېې توب ) ترټولو لوی لعنت دادی چی محکوم به دخپل قام قامې وجود او دهغه شخصېت هېر کړې . داموږ چی نن دخپل نېټه او دخپل نېټه لېک ، تهزېب ، اوکلتورنه ناخبره ېو داځکه چی موږ دپاکستان غلامان ېو . دپېرنګېانو په وخت کښی په قطبی پښتونخوا کښی دزده کړی ژبه مورنې ژبه وه خوداسلام په نوم جوړشوې دې ملک کښی له موږ څخه داحق واخستل شو که په مورنې ژبه کښی ورکړې وو ددی لپاره چی خلقو ته دحق رښتنۍ درک اودټولنې دپرمختګ لاره معلومه شی . خو پنجابې حکمرانانو دخدای دحکمت اود څېښتن دقوانېنو په نوم په مورنۍ ژبه کښی دذده کړې حق واخستو . حالانکه امام اعظم ابوحنېفه په مورنې ژبه کښی (فارسی ) کښی دلمونځ کولو هم اجازت ورکړې وو . نن ډېره دعبرت خبره ده چی دڅو لسېزو څخه د اور په لمبو کښي سوزېدلی هېواد افغانستان خپل ځان ته ېو داسی اساسې قانون غوره کړو چې په هغه کښی دافغانستان دټولو مېلتونو لپاره په مورنې ژبه کښي د زده کړې حق شته خو داسلام په نوم جوړشوې دی هېواد کښی پنجابی مهاجر سول بېروکرېسی خپله ژبه په پښتون ، بلوڅ ، سندې ،او سراېکی باندې په زوره خوروې . دقومونو ژبی کلتور چی کله ورانېږی ېاورکېږی دا ددوی له خپله لاسه ، که چېری دپنجابی مهاجر افسرشاهی دا فکر وی چی ګڼی موږ به دلته داسلام په نوم دپښتوژبه او د پښتنو څادر او پټکۍ ورک کړو نو داسی کله هم نشی کېدلی . او نه به وشی ځکه چی پښتانه واېې د دروغو مزل لنډوی .دپاکستان نظرېه دراوی په سېند کښی راغلې وه او دراوې سېند به ېې په خپله ډوبوې . داملک اوس بډا شوی ده دده دځوانې په ورځو کښی به لاخلقو ده ته درشوت او سپارش پاکستان وېلو او هم اوس دپرمختګ دبېلابېلو منزلونو نه وروسته دفوجی شاهنشاهېت چېرته موږ وګورو نو څېښتن خپل ټولو انبېاوو ته خپل استاز لېک دهغوی په مورنې ژبه کښی ورکړې وو ددی لپاره چی خلقو ته دحق رښتنۍ درک اودټولنې دپرمختګ لاره معلومه شی . خو پنجابې حکمرانانو دخدای دحکمت اود څېښتن دقوانېنو په نوم په مورنۍ ژبه کښی دذده کړې حق واخستو . حالانکه امام اعظم ابوحنېفه په مورنې ژبه کښی (فارسی ) کښی دلمونځ کولو هم اجازت ورکړې وو . نن ډېره دعبرت خبره ده چی دڅو لسېزو څخه د اور په لمبو کښي سوزېدلی هېواد افغانستان خپل ځان ته ېو داسی اساسې قانون غوره کړو چې په هغه کښی دافغانستان دټولو مېلتونو لپاره په مورنې ژبه کښي د زده کړې حق شته خو داسلام په نوم جوړشوې دی هېواد کښی پنجابی مهاجر سول بېروکرېسی خپله ژبه په پښتون ، بلوڅ ، سندې ،او سراېکی باندې په زوره خوروې . دقومونو ژبی کلتور چی کله ورانېږی ېاورکېږی دا ددوی له خپله لاسه ، که چېری دپنجابی مهاجر افسرشاهی دا فکر وی چی ګڼی موږ به دلته داسلام په نوم دپښتوژبه او د پښتنو څادر او پټکۍ ورک کړو نو داسی کله هم نشی کېدلی . او نه به وشی ځکه چی پښتانه واېې د دروغو مزل لنډوی .دپاکستان نظرېه دراوی په سېند کښی راغلې وه او دراوې سېند به ېې په خپله ډوبوې . داملک اوس بډا شوی ده دده دځوانې په ورځو کښی به لاخلقو ده ته درشوت او سپارش پاکستان وېلو او هم اوس دپرمختګ دبېلابېلو منزلونو نه وروسته دفوجی شاهنشاهېت پاکستان دی . دآی اېس ای دسېاسی سېل پاکستان دې دملاجنونې او جهادېانو پاکستان دې . دبې درکو ښارېانو پاکستان دې چی دهغوی دکېس اورېدونکی چېف جېسټس (سترقاضی ) هم اوس ېو بی درکه چېف جسټس دی دپاکستان خبره خو اوس دلاهور په منټو پارک کښی دسنګ مرمر تر سېلونو پاتې دې . خو خبره به بېرته موږ دمورنې ژبې خواته راوړو چی دډېرو بدو حالاتو سره مخامخ ده پخپله دلته دپښتنو عالېمانو دا لوېه زمه واری جوړېږی چی هغوې دی له خولې لاس واخلې او ودې واېې چی که چېرته دلته په پاکستان کښی چه مسلمانانو کښی د ېووالې خبره کېږی نو بېا پکار ده چی که عربې دی ددی هېواد ملې ژبه وګرځول شې . آخر دلته د اردو څه جواز دی چی په موږ باندې ېې په زوره راټېل وهې . موږ ته دلته ډېر په افسوس سره وېل پکاردې چی نن په راېونډ کښی چی کوم پښتانه وروڼه تبلېغان دی هغوی ته دهاغه ځای پنجابې اومهاجر علما واېې چی تاسوپښتانه وروڼه دپښتو فضاېل اعمال مه لولې بلکه داردوفضاېل اعمال خلکو ته لولې ځکه په اردو ژبه کښی برکت وې . دبنګال عالمانو خو په ډاګه داخبره کوله چی که چېری دا ملک پاکستان داسلام په نوم جوړ شوی وی ېا دا هېواد د اسلام قلعه وی نو بېا پکار ده چی عربې دې دپاکستان ملې ژبه وګرزول شې .پښتنو په خپله نېټه لېک کښی دهېڅ قام رنګ نسل او ژبې څخه کرکه نه لرلې اونه هغوی داسې سېاست کړې دې کوم چی د څېښتن دقانون پرضدوی ېا دبشری حقوقو په حواله دملګرو ملتونو دچارټر پر ضد وی خو داخبره موږ ټول پښتانه په ډاګه کوو چی دپښتنو ملې ژبه پښتو ده او دپښتو ژبې چی کم حېثېت دی دا حېثېت دی پښتو ژبې له ورکړل شی .پښتو ژبه چی پنځه زره کلن نېټه لېک لرې دپښتونخوا (له بولانه ترچتراله ) قامې سرکاری تعلېمی دفتری عدالتې او کاروبارې ژبه وګرزول شی . په هره سېمه کښي دی په نړېواله توګه دپښتو کتابونه جوړ کړل شې . په پای کي دلته دېوی خبرې کول غوره ګڼم چی ای وی ټی خېبر چی دپښتو د ډېرو هنرمندو ، ژورنالېستانو چېنل دې هغوی پدی څو کلونو کښی چی کله دۍ پرانېستل شوې دې هغوی تل دټې وې پر سکرېن باندې چه پښتو پکښی اوېا فېصده توری دپردو ژبو پکاروې او دپښتو ېوه داسې کلتورې څېره ښکاره کوې چی نه خو هغه دپښتو کلتور دې او نه اوسېدلۍ دی . ځکه داسې ښکاری چی ای وې ټی خېبر هم دپنجابېانو په لېکه کښي ولاړ دپښتو ژبې او پښتون کلتور سپکاوۍ کوې . په کراچی کښی دېوی اندازی ترمخه څلوېښت لکه پښتانه استوګن دی ددوې لپاره دکراچی غوندې دالېکټرانک مېډېا په ښار کښی په اوونې کښي ېواځې دوه ساعته پر اېف اېم راډېو باندې پروګرام ورکول کېږی خوبله بدمرغې ېې داده چی ددی پروګرام کمپېر ښاغلې حسېن نوېداپرېدی دی چی هغه ته ېوه ادبې پښتو ادبې لهجه وېل خو لا پرېږده ېوه عامه پښتو وېل هم سم نه ورله ورځې دلته موږ حېران ېو چی دکراچی په لکونو پښتنو کښي هېڅ داسی وړ سړې نه وو چی هغه دی ددی چېنل کمپېر وی . هم دغه شان ډېر پښتانه عالمان ادېبان چی په خپله دپښتو ژبې او پښتون کلتور بانګونه وهی هغوی په خپله په خپلو کورونو کښي له خپلو بچو سره اردو واېې . دازموږ د ډېرو زمه وارو پښتنو اعمالنامه ده دپردو څخه ګېله به څه رنګه موږ نړې ته وړاندې کړو . مننه