کور / تازه خبرونه / ږوب : احتجاجي لاريونونه پيل شوه

ږوب : احتجاجي لاريونونه پيل شوه

ژوب ( داود بخت مندوخيل )


 په ژوب ښار کښې د اے پى ډى ايم تر نظارت لاندې احتجاجي لاريون د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ضلعي دفتر څخه پيل شو او په اخر کښې په يوه درنه جلسه بدل شو ، جلسې ته وينا کولو سره د اے پى ډى ايم مشرانو اوسني انتخابات يوه دهوکه وبلله او زياته يې کړه چې انتخابي کمسيون په بشپړه توګه جانبداره دى ، او په انتخاباتو کښې د درغلۍ بشپړه پلان جوړ شوى دى ، ځکه مونږ د ولس څخه غوښتنه کوو چې د دهوکې په انتخاباتو کښې برخه وانخلي ، او خپلې رايې ونه کاروي ، هېواد د مختلفو بحرانونو او کړکېچنو حالاتو سره مخامخ دى ، عدليه ، له پښو غورځول شوې ده ، پر رسنيو بنديز دۍ ، وکيلان نظر بند دي ، په هېواد کښې امنيت له منځه تللۍ دى ، اې پى ډى ايم غوښتنه کوي چې خپلواک انتخابي کمسيون دې وټاکل شي ، او مشرف دې استعفا شي ، د جلسې په دوران کښې سرکاري وګړو د جلسې د مخنيوى هڅه وکړه خو د اے پى ډى ايم د پلويانو په ځانګړې توګه د پښتونخوا د ملګرو لخوا دغه هڅه شنډه کړل شوه.