کور / تازه خبرونه / ځانمرګي بريد عبدالحکيم جان او تر 70 زيات کسان ووژل

ځانمرګي بريد عبدالحکيم جان او تر 70 زيات کسان ووژل

ځانمرګى بريد نن سهار دکندهار ښار په لوېدېځ کې دارغنداب ولسوالي دکوکران په سيمه کې وشو . ځانمرګي بريد کوونکي دسپيانو دجنګولو مېله په نښه کړه او ډېر کسان يې ووژل . که څه هم دوژل شويو کسانو دقيقه شمېره لا اوس هم نه ده مالومه خو دپېښي په ځاى کې ولاړو پوليس سرتېرو او يوه افسر لر اوبر ويپاڼي ته وويل چې تر70 زيات کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي . دپېښي سيمه خورا وير لړلې ښکارېده او ډېرى کسانو ژړل .


زمری چي د عبدالحکيم جان انډيوال دی د کندهار له ميرويس روغتونه لراوبر ته وويل چي په پېښه کي د ناګهان د سيمي پخوانی مشهور قومندان عبدالحکيم جان او دده يو شمېر انډيوالان وژل سوي دي .


تفصيلي راپو او دپېښي انځورونه وروسته په لراوبر کې کتلاى شئ