کور / طنز / طنز : بده ښوروا

طنز : بده ښوروا

دامریکا د یو راپور له مخي چې ټول ‌ددار نه تښنیدلی باید مرکزي او د څوکۍ خوند وڅټي. دا کار وشو


ښوروا جوړه شوه په لومړی وار چې د ښوروا  غړې په خپلو کې سره مخامخ شول د بوتلونو هستوی جنګ یې پیل کړ تر هغه چې ستړی شول . نه پوهیدل نور څه وکړی یو نابیغه راپورته شو او په فیلوسفانه لهجه يې وویل: ما قانون ولوست هلته لیکل شوی موږ کولای شو وزیران استیضاح(استهزا) کړو دا لغت د ښکنځلو مانا لری راّځي یو وزیر راوغواړو او هغه ته ښکنځل  وکړ وهم په مو سا تیر شی هم به کار وشي. د روغتیا وزیر یې را وغوښت هغه لا وره نه وو ننوتی چې ښکنځل پيل  شول: ته شوده ! لوده، بی کفایت، رشوت خوره…


وزیر بیرته بهر راووت او په منډه يې استعفا ورکړه.


بله اوونۍ یې د بریښنا وزیر راوغوښت


هغه  د یو سوټي سره ښوروا ته ننوت سترګې يې پټي او یو جریب خوله يې پرانیستله : غلو، توپکسارارانو،  وطن پلورونکو،……


هغو یو بل ته وکتل او چوپ شول او له ځان سره يې وویل : دا هلته څه  کوي؟


د دې کار نه هم ستړی شول نه پوهیده څه وکړی.


بل ورځ بیا یو بل نابیغه استیضاح(پوښتنې کول) مانا کړه او ښوروا غړو  ته په خندا وویل: راځی له وزیر نه  پوښتنې  وکړو هم سیل دی هم تماشا.  ټوله په خندا شول .


نو د مالیی وزیر يې راوغوښت  یو چې په ټولو کې اوقي وو د  هغه نه وپوښتل:


  ۲+۲ څو کیږی ؟


هغه ورته وویل :څلور بیلونه ډالره.


بل ورته وویل: د لاس ګوټې څو دی ؟


هغه ورته وویل: لس تریلونه ډالره .


پوښتنه کونکۍ لږ شکي شو نو خپل لاسونه يې د پتلون په جیبو ته  ننه ایستل چې کوټې وشمیری چې رښتیا څو کیږی. ناببره يې ږغ کړل غلط یوولس کیږی  او نارې يې کړی زما د جبعې ورونو فیر!


غړپ .دوړی جوړی شوی هغه يې په دوړو کې په هوا کړ.


یو- دوه مخالف لا چوپ وه   د هغو لاسونه د پتلانه به جیبونو کې ول اودلاسو ګوتې یې شمیرلې.


یو بل نابیغه نارېکړل د استیضاح مانا ده پر شا سپریدل….


او د اطلاحاتو او کلتور وزیر يې راوغوښت…



نوټ. ماشورا  ښوروا  مانا کړه.