کور / شعر / تر څـــو

تر څـــو

بل ولس به په نړۍ کې مظلوم نه وي


لکه نن چې مظلوم شوی لوی افغان دی


خپلې ژبې نه به هيڅوک محرم نه وي


يو بلوچ پښتون له ژبې اويزان دی
 



پښتنو اوبلوڅانو په دستور کې


زده کړه علم او تحصيل د انسان حق دئ


د نړۍ ټولو ملکونو په کولتور کې


خپله ژبه کې تحصيل د هر ځوان حق دئ


د ملګروملتونو په منشور کې


خپله ژبه کې تحصيل د انسان حق دئ



هسې ملک به نن هيچاته معلوم نه وي


چې محروم له خپلې ژبې کور انسان دئ



ازادي د قام هغه وي چې خپل واک وي


پخپل نوم ور معرفي وي ټول جهان ته


خپلواکي مدام هغه وي چې خپل ځواک وي


حق حقوق يې وی ساتلی هر انسان ته


خوشحالي نظام هغه وي چې نيت پاک وي


کار حيثيت پکې معلوم وي زوړ او ځوان ته



دواړو خواوو کې بادار او محکوم نه وي


پښتانه بلوڅ ته ټول جهان حيران دی



کور او کلئ به زمونږه څنګه کيږي


چې مو ژبه او فرهنګ منلی نه شي


ورورولي ملي زمونږ کله ټينګيږي


زمونږ ژبه زمونږ ننګ منلی نه شي


بلواکي په پښتنو کله چليږي


څوک چې مونږ زمونږ غورځنګ منلی نه شي



چې نښان د چا د دود او دستور نه وي


څوک به ووايي چې دا زمونږ نښان دی



سوات بونير بلوچستان کلو بانډو کې


د بلوڅو پښتنو ژوندون ته ګوره


له خيبره تر بولان غرونو رغو کې


دمظلومو پرګنو ژوندون ته ګوره


ديره جات نه تر مردان او په ميرو کې


ماشومانو او زړو ژندون ته ګوره



کومه ورځ به پرې د نورو هجوم نه وي


ظلم زور پرې راټيټ کړی لوړ اسمان دی



ډک سيندونه او بجلۍ زمونږ چور شوې


دا پوښتنه به له چا نه ضروري کړو


غيرتونه او لونګۍ زمونږه چور شوې


د خپل ننګ تپوس له ځانه ضروري کړو


ټول کانونه شتمنۍ زمونږه چور شوې


مونږ زاړه ځوانان د نورو مزدوري کړو



نه غوليږي لوی پښتون به ماشوم نه وي


پښتون تل دی دريدلی ننګ ايمان ته
 



هر يو قام پخپل نامه پيژانده کږي


زه چې خپله نامه واخلمه دښمن شم


دا وضعيت به نور تر څو راسره کيږي


زه به کله مستحق د خپل وطن شم


په بلوڅو پښتنو ظلمونه کيږي


زه به کله خپله خاوره کې واکمن شم



له دې ژونده به نور زهر و زقوم نه وي


لکه نن چې تحمل شوی لوی افغان ته



هسې قام په دی  نړۍ کې چا ليدلی


چې په نوم د ازادۍ د بل غلام شي


نه يي نوم نه يې نښان چا اوريدلی


چې له يوه باداره خلاص بل ته په نام شي


پښتنو باندې دا زور دی چليدلی


زور او ظلم به تر کومه په دې قام شي



نور به دوی غوندې نړۍ کې محکوم نه وي


خدمتګاره پښتون ويښ کړه څو دې توان دی




د زمانې غږ د خلکو غږ


٤


له ټولګې څخه


د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ٠