کور / تازه خبرونه / ميدانښار : ۳ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

ميدانښار : ۳ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

دميدان وردګ ولايت په مرکز میدانښار کې دملي پيوستون درې ۳ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتوشوې.

دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې دملي پیوستون دپروګرام له لارې درې ۳ بېلابېلې پروژې د څه باندې یونیم میلیونه افغانیو په ارزښت دسیمې دخلکو ،پرمختیايي شوراګانو استازو او کلیو پراختیا ریاست دمسولینو لخوا ګټې اخستنې ته چمتو شوې . په دغه پروژو کې دلمريزې بریښنا یوه پروژه د ۱۲۸۰ واټه بریښنا په تولیدولو سره ،د۳۰۰ مترو په اوږدوالي او ۳ مترو په ژو

روالي دکانال کیندل د ۲۲۰ جریبه ځمکې خړوبولو لپاره او اوبو ذخیره کولو حوض ۱۴۶ متره مکعب حجم په درلودلو سره چې ۴۰ جریبه ځمکې خړوبولو ظرفیت لري دمیدانښار په کندا،قلعه جبار او لعلوخیلو په کلیوکې.

دكليودبيارغاوني او پراختياوزارت له بوديجي څخه د(۱۴۵۹۰۸۵) افغانيوپه لګښت اوخلكو په سلوکی د لسوفیصده ونډې اخيستنې سره دهمكاري موسسي(سويډن كميټي)او پراختیایی شورا گانولخوا بشپړي اوګټه اخیستنې ته چمتو شوي چې (۶۲۰)كورنۍ به تري ګټه اخلي.