د يوې لېسې او يوې ښوونځۍ بنسټ کېښودل شو
لوګر : دگتب خيلو د هلكانو د ليسي ودانۍ د بنسټ ډبره كيښودل شوه
دلوګر د محمد آغي ولسوالۍ د کتب خيلو د هلكانو د ليسي د ودانۍ د جوړولوكار نن د مرغومي په ۱۳ مه پيل شو.
هغه غونډه چي نن له غرمي مخكي د نوموړي ليسي په انگړكي د وانۍ د بنسټ ډبري د ايښودلو لپاره جوړه شوي وه د پوهني سرپرست عبدالمتين جعفر په گډون دسيمي يو شميرقومي مشرانو، زده كوونكو او ښوونكو برخه اخيستي وه.
دا ودانۍ په پاخه او اساسي په يوپوړيز ډول د سيمي اوسيدونكو له خوا په وركړل شوي دري جريبه ځمكه كي د شپږو مياشتو په موده كي د پوهني وزارت په مالي مرسته چي ۳۴ زره امريكايي ډالره پرجوړولو يي لګښت راځي جوړيږي، چي ۴ درسي ،دوه اداري خوني احاطوي ديوال او داوبوڅښلويوه څاه به ولري چي په جوړولو به يي ۲۰۰ زده كوونكو د ښه زده كړو زمنيه برابره شي.
ددي ليسي د ودانۍ د جوړولو لپاره دوه نيم جريبه ځمكه د والي عتيق الله لودين او نيم جريبه نور د سيمي اوسيدونكو لخوا په وړيا ډول د پوهني رياست په اختياركي وركړل شوي ده.
په دي ښوونځي كي اوس مهال ۷۰۰ هلكان د سهار او ماسپښين لخوا زده كړي كوي چي زده كوونكي يي تر او سه پوري د درسي ټولكيو د نشتوالي له امله تر لمر لاندي زده كړي كوي.
همدا اوس په محمدآغي ولسوالۍ كي د انجونو او هلكانو ۵۴ ښوونځي شته چي د هغو له جملي يي ۱۸ ودانۍ نه لري.
ننګرهار : د ننگرهار په ولايت كی د یوښوونځي د بنسټ ډبره كيښوودل شوه
نن دروان كال د مرغومی د مياشتي په ۱۳ مه ، د ننګرهار ولايت د مرکز مربوط دعربانو د منځنى ښوونځى نوى ودانې د نوموړی ولايت د پوهني رياست د مسـئوولينو لخوا په داسى حال كى چى د سيمى قومى مشرانو، استادانو او شاګردانو ګدون درلود كيښوودل شوه.
د نوموړى ښوونځي تعمير په پاخه او اساسی ډول په دوو پوړنوکی د ۲۴۷ زرو امريكايي ډالرو په مجموعى لګښت د امريكا او كانادا هيواد دروتري انترنشنل موسسي په مالى مرسته د ۹ مياشتو په موده كى جوړيږى، چی ۲۰ درسی ټولګى، ۸ ادارى خونى، د احاطى ديوال، ۶ تشنابه او نور ضروري ملحقات لری.
ديادونى وړده چى په نوموړي ښوونځى كى اوس مهال ۵۰۰۰ تنه زده كوونكى په زده كړه بوخت دى دياد شوي تعمير په جوړه ولو سره د زده كوونكو ستونزى د درسى ټولګيو د نشت والى له امله ليرى شى.