کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن د خپلو لومړيو مخونو زياتره مطالب په ولسي جرګه كې نومانده وزيرانو ته د باور راى د وركولو بهير ته ځانګړې كړي.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې نوماندو وزيرانو ته د باور راى د وركولو د پروني بهير په اړه په غټو ټكو سره ليكلي، چې ولسي جرګه هيواد د كړكيچ په لور بيايي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د نومول شويو وزيرانو دغسې يو مخنيز ردول د ولسمشر كرزي په حكومت يو ستر ګزار دې، چې ان حكومت هم فلجولې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د باور راى د وركولو په بهير تبصره كړې او پوښتلي، چې دا د ولسي جرګې خپله پريكړه وه او كه د بهرنيو د زر، زور او تزوير كمال؟
په ورځپاڼه كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په اړه د افغان حكومت غبرګون ته هم كتنه شوې او د ټايمز ورځپاڼې په حواله ليكل شوي، چې افغان حكومت پدې برخه كې نوى دريځ خپلوي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د ولسي جرګې په پروني چلند خپله حيرانتيا څرګنده كړې او د ځينو وزيرانو ردولو ته په اشارې، چې د ورځپاڼې په وينا خلكو يى هم تمه نه لرله پوښتلي دي، چې نو دا به څنګه شي.
ورځپاڼې ليكلي، چې خلك پوښتنه كوي، چې اووه وزيران خو ټولې چارې نشي سمبالولې نو ايا هيواد به د يو نوي بحران په لور ولارشي؟
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په هلمند كې له قومي مشرانو سره په خبرو كې د ولسمشر كرزي د وينا دا ټكي راخستي، چې نړيوال ځواكونه دې د ترهګرو پر ضد په هغو ځايونو كې وجنګيږي، چې دوى پكې روزل كيږي.

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې د نوى كابينې په وړاندې د ولسي جرګې سخت چلند ته په اشارې ليكلي، چې كليدي وزيران د ولسي جرګې له فلټره هم ووتل.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ولسي جرګې ته له ورپيژندل شويو څلورويشتو وزيرانو له ډلې نه يوازې اوو يى د باور رايه ترلاسه كړاى شوه.
په ورځپاڼه كې په لندن كې د افغانستان په اړه د جوړيدونكې غونډې په اړه هم يو مطلب خپور شوې او د جرمني د بهرنيو چارو د وزير په حواله ليكل شوي دا غونډه يوازې هغه وخت بريالې كيداى شي، چې يوازې په هندوكش كې د ځواكونو په زياتولو تمركز ونكړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د پوځي عملياتو په مهال د عامه خلكو د مرګ ژوبلې وروستيو پيښو ته په اشارې ليكلي، چې نوى ميلادي كال په افغانستان كې په وژنو سره استقبال شو.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې هغو وزيرانو، چې په تيره دوره كې ښه شهرت ترلاسه كړې وو وى كړاى شول، چې د باور رايه ترلاسه كړي او دغه وزيران بايد اوس د خلكو غوښتنو ته ښه پام وكړي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د عامه خلكو په مرګ ژوبلې بحث كړې او ليكلي، چې ددى ستونزې دوام به د مخالفينو ليكي لا پياوړې كړي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې د هغو وزيرانو انځورونه خپاره كړي، چې له ولسي جرګې نه د باور رايو په ترلاسه كولو كې بريالي شوي او ليكلي، چې له څلورويشتو وزيرانو څخه يوازې اوو يى د باور راى ترلاسه كړه.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په همدې مسئلې بحث كړې او ليكلي، هغه كسان، چې وړ نه وو د ولسي جرګې لخوا رد شول.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې هلمند ته د ولسمش كرزي په سفر تبصره كړې او په سيمه كې نيول شويو امنيتي تدابيرو ته په اشارې ليكلي، چې دا د ښاغلي كرزي تر ټولو زيات لګښت لرونكې كورنې سفر وو.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په ولسي جرګه كې د باور راى د وركولو بهير ته په اشارې ليكلي، چې دا د ولسمشر كرزي د انتخاباتي متحدينو ستره ماتې وه.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ممكن دغه ډلې نوي كسان را وړاندې كړي، خو دې كار د كرزي په وړاندې د هغى په متحدينو كې د بې باورۍ فضا رامنځ ته كړې ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې پدې بهير انتقاد كړې او ليكلي، چې د باور رايه يوازې هغو وزيرانو ترلاسه كړه، چې د بهرنيو او د ولسمشر كرزي ملاتړ يى له ځانه سره درلود.
ورځپاڼې په دوام كې د سرور دانش، محمد يوسف پشتون او انورالحق احدي رديدو ته په اشارې، چې د ورځپاڼې په وينا متخصص كسان وو ليكلي، چې ولسي جرګې وزيرانو ته د باور راى د وركولو لپاره كوم ځانګړې معيار نه درلود.