کور / طنز / ( اتڼ په پارلمان کي ) څلورمه صحنه

( اتڼ په پارلمان کي ) څلورمه صحنه

Abdul Nafi Himmat


ليکونکی :عبدالنافع همت – کابل ( برېښناليک: an_himmat@yahoo.com – ټيلفون :٠٧٠٨١٩٨٤٥١ )
پرله پسې:
لومړۍ  دوهمه برخه ، دريمه برخه ، څلورمه برخه
( همدا برخه )، پنځمه برخه .


تلويزيوني ډرامه څلورمه صحنه


ځای: دولسي جرګې تالار
وخت : ورځ


نسيم خان: (په خندا) څنګه پرون خومظاهرې و نه وېرولاست ؟
خيمه وال : ياره بلاوه برکت يې نه و
سرورخان : زماوېزه ختمه وه، کنه بهر هيواد ته تلم
لالاجان : ( په خندا) له خيمه وال صاحب څخه دتېښتي لاره بيخي ورکه وه، په تشناب کې پټ و
( ټول خاندي )
ملادروېش: شمشېر زبان بياپه داليزکي ولاړه وه ژړل يې، ما ويل څنګه د رښتيا ميدان دي وليد؟ په خوله خوداسي ظالمه يې اوس نوځان ورته ټينګ کړه
شمشېر زبان : په خوله خوخيمه وال هم ظالم دی، ولي په تشناب کې پټ و؟
( ټول خاندي )
نسيم خان: (په خندا) زموږ په جنرال صاحب ډېر زړه ډاډه و، هغه دی زموږ ترمخه وتښتېد
جنرال فضل الحق: زه خوهغه وخت زړه وروم چي روسي قوتونه مي ترشا ولاړ وو. هغه دکونډي خبره ،خوبونه خوهغه وخت و،چي بابا ژوندی و، اوس هسي دسرلګېده دي
( ټول خاندي )
سرور خان : ياره ډېربده اله ګوله وه، زه خويې ډېر وارخطاکړم، که بل دغسي اړودوړ جوړسو،نوبيابه دافغانستان نوم هم وانه خلم
نسيم خان : ( په خندا) ياره سرورخانه ته بيا بيخي زړه وريې
( ټول خاندي )
شمشېرزبان : زما وړانديز دا دى چې، بايد دتالارپر بام د هرکميسيون دغړيولپاره يوه هلکوپټر الوتکه پرواز ته چمتو ولاړه وي، که دغسې اړ و دوړ پېښېږي، هروکيل به پاسپورټ په لاس او پرواز به کوي
لالاجان : که الوتکه دبام پرسرولاړه هم وي، خو چي دخيمه وال غوندي له چاڅخه د تالار دروازه ورکه شي اوتشناب ته ننوزي هغه به څه کوي؟
( ټول خاندي )
سرورخان : ( په خندا) رئيس صاحب نه به يې خبر؟ شمسو بيا له ډاره له مظاهره چيانوسره يوځای شوی و، ده ويل داسي نه وي مظاهره چيان مي وپېژني چې زه وکيل يم
شمسو: دډارخبره نه وه، سم دم ملګری يې وم
شمشېر زبان : ( په خندا) نودې ايله جاريانو،خوډېرځايونه چورکړل، تاته هم يوڅه په لاس درغلل که تش لاس راغلې؟
لالاجان : په درد) ژبه دي بنده که! ته يوملي حرکت ته ايله جاری وايي؟
شمشېرزبان : ( په خندا ) ته رښتيا وايې، ځکه چې دملي شتمنيو پر لور حرکت و
( يوڅووکيلان خاندي)
لالاجان : خوله دي نوره بنده کړه، کنه نو ژبه به دي در پرې کړم
شمشېرزبان : ( لالاجان ته چورتک ورکوي ) هاداواخله! ژبه پرې کول خو مفت نه دی
نيکو : په دې ورځوکې پرمجاهدينو انتقادونه ډېر شوي دي، که دشلوکالو يو زوړ ډله ييز قبر پيدا شي، نوهم دوی وايي، چې داخلک مجاهدينووژلي دي.
جنرال فضل الحق: يوازي مجاهدين نه بلکي کمونستان هم ورسره يادوي. زه وايم لکه څنګه چي ددغو مړو هډوکي خاوري شول، بايد يادونه يې هم خاوري اودغربي ډيموکراسۍ له باده سره ولاړ شي


ملادروېش: ( شمشېر زبان ته ګوري ) په پارلمان کي هم ددغسي خلکوکمی نشته. په افغانستان کي چي دهرجنايت خبره يادېږي، نو دوی دمجاهدينونوم ورسره تړي


شمشېر زبان : ملادروېشه خوله دي په خيرخلاصوه! زه پوهېږم چي ته ما يادوې. ايا ته پردې سترګي پټوې چي په پارلمان کي جنګي جنايتکاران هم شته. اول تاخپله لږخلک په ساتول مړه کړل او په څاګانوکي دي واچول؟ ته فکر کوې چي په دريشۍ اغوستلو ستاجنايتونه دخلکو هېرشول؟


ملادروېش : ( په قار) په نره مي مړه کړل ، اوس مي هم هغه ساتول ساتلی دی، که په افغانستان کي بهرني عسکر نه وای، نوستا سر مې هم په هغه ساتول در پرې کاوه، پوه شوې ؟


شمشېر زبان: ( په خندا) ستا دي ته پام نه شته، چې زما ژبه ستا ترساتول هم اوږده او هم تېره ده. ستا جګړه ماري او وسلې د ډيموکراسۍ په بازار کې لکه ناچلې سيکې هيڅ ارزښت نه لري، خو زه د ډيموکراسۍ او بيان دازادۍ تر شعار لاندي د خپلي ژبي اجازه ليک لرم، هغه اجازه ليک چي پرهغه باندي د رسنيو دقانون په نوم ستا لاسليک هم شته


نسيم خان: دلته زموږ اوستاسي ګټي سره يودي ، ما هيله نه درلوده، چې نن دي څوک سورکارډ پورته کړي، وايي: وکيلان که د جنوب، که د شمال دي _ خود ګټو اوشعار بازار يې يو دى.


معلم غفار : ټول فساد په مطبوعاتو اوبشر دحقوقو په کمېسيون کې دی. ددوی له لاسه نن موږ د جنايتکارانوپه ليست کې شامل يو، که نه نو دا ثبوتونه نړيوالو ته چا ورکړل؟


خدايداد : ( په درد) زما وړانديز دا دى چې دولت دي دغه کميسيون له منځه يوسي او که دولت دا کار و نه کړي، نومجاهدين به يې د وسلې په زور له منځه يوسي.


معلم غفار: دبشري حقوقوپه کميسيون کي ټول پخواني کمونستان راټول شوي دي، هغوی دغه خبري کوي ، حال داچې دوی هم ډېر جنايتونه وکړل اوډېربې ګناه افغانان يې ژوندي ښخ کړل.


جنرال فضل الحق : ګورئ دکمونستانو نوم به نه يادوئ ، همدا دکمونستانو برکت و چې مجاهدين واک ته ورسېدل اوبل اوس خوموږ اوتاسي سره انډيوالان يو


اسماعيل : داخبره سمه ده چي، کمونستانو هم جنايتونه کړي دي، خو بايد اعتراف وکړو چې، افغانستان کمونستانو اومجاهدينو په ګډه وران کړ او له بلې خوا موږ او تاسي د جبل السراج د تړون په رامنځته کولوسره دغه توپير له منځه يووړ اودامو وويل، چې ددې تړون ټول غړي چې تردې مخکې هرڅوک وه، اوس مجاهدين دي. 


نيکو: رښتياهم، د جبل السراج د تړون هدف هم دا و،چې نوربه د اخواني، کمونست، ماهوايسټ او نورو خبرې نه وي، بايد محکوم قومونه لاسونه سره ورکړي.


نظرعلي : تاسي ګورئ، د بن او جبل السراج تړونونه ډېر سره ورته دی، ځکه چې، دواړه تړونونه د يوه دښمن په وړاندي رامنځته شوي دي.


نسيم خان: ( په خندا) نه بابا دبن تړون تر جبل السراج ډېر پياوړى دى، ځکه چې هغه مهال زموږ تر شايومفلس بهرنى هېواد ولاړ و، خو داځل څوبډاى هېوادونه زموږ ملګري دي


اسماعيل : او بل هغه مهال موږ د خپل دښمن دوهلولپاره يوازي دا يوه خبره کوله، چې پرموږ يې دوې نيمي پېړۍ حکومت کړى دى، خوداځل څلورلويې وسلې لرو، لکه طالب، القاعده، اسلامي حزب اود (اى اس آى) جاسوس. په دې څلوروټاپوکې خامخا يوه ورپوري لګېږي.


شمشېر زبان : د جبل السراج دتړون اساسي هدف داو،چې، دغه قوم  له واکه يو مخ ليري شي، خو له بده مرغه چې نړيوالو دملت باباتوب ورکړ.


نيکو: اوس خو دملت بابا وفات شوی دی. بايد اوس نو دغه لقب بل چا ته ورکول شي


ډاکټر رنځوروال : داکار اوس نه شي کېدای، ځکه چې دغه لقب لويې جرګې منلی دی


معلم خدايداد: ( په درد ) څنګه نه شي کېدای،ولي موږ دملت استازي نه يو؟
نسيم خان : زما وړانديز خو دادى چې،اوس دي دبابای ملت لقب معلم خدايداد ته ورکړل شي، څنګه موخوښه ده؟


څووکيلان : ( لاسونه پورته کوي او شپېلکونه وهي ) بس  زموږ خوښه ده
معلم خدايداد: (ولاړېږي او د کورودانۍ په ډول پرځيګرلاسونه ږدي) تشکر، لطف مو دی


علي درياب : ولي زموږ مشر ترچا پاته دى؟ موږخوهم دجبل السراج د تړون غړي يو.
خداقول پهلوان : نه نه دبابای ملت لقب دي زموږ مشر ته ورکړل شي


لالاجان : ( خوله يې له نسوارو ډکه وي او له خپله ځايه ولاړېږي) څه شی؟ په خدای که يې دچا پلار ته ورکړم. معلم صاحب مجاهد سړی دی، بايد دا لقب ده ته ورکول شي


طلامحمد: هو معلم صاحب مجاهد سړی دی
خداقول پهلوان : ولي يوازي معلم صاحب مجاهد سړی دی؟


شمسو: ياره زما داډېري اوږدې خبري ولاکه خوښېږي، زه به وګورم چې څنګه بل څوک دملت بابا کېږي؟


لالاجان: ماخو مخکې وويل چې معلم صاحب بابای ملت دی،بس خبره خلاصه ده


خداقول پهلوان : ( له ځايه ولاړېږي او چپنه باسي )  ګوره لالاجانه! دا د زور خبره نه ده، که دزورخبره شي نو،چې بيخي (بش) هم شې ولاکه يې راڅخه واخلې، پوه شوې کنه؟


نسيم خان: ( مېز ټکوي) لطفا نظم مراعت کړئ


لالاجان : ( د خداقول پهلوان خواته زور وهي ) څنګه په زور نه کېږي، زه به اوس تاته خپل زور در وښيم


ډاکټر رنځوروال : ( لالاجان ټينګوي ) لالاجانه مه کوه، دا د زور کارنه دی


لالاجان : ( زور وهي) ته ما ور ايله کړه، څنګه د جنګ کارنه دی ؟ زه په زور ترپارلمانه پوري راغلی يم اوته وايې، چي دادزورکار نه دی 


( په ولسي جرګه کي هري خواته شور او زوږ جوړېږي )


خداقول : ( له پښې څخه بوټ کاږي او لالاجان په ولي خوبوټ خطا کېږي او د شمسوپرمخ مښلي )


لالاجان : پرلالاجان د نسوارو د قطۍ وارکوي چې، د شمشېر زبان پرمخ مښلي ) 


شمشېر زبان : ( خپل پوړنی سره پېچي او پر لالاجان وارکوي چي، له هغه څخه خطا اود نسيم خان  پر مخ لګېږي او دهغه عينکې پرځمکه لوېږي )  


خداقول : ( راځي اولالاجان د قوشتۍ د غېږي په ډول نيسي او پرځمکه يې ولي )   


قرداش : راځي او لالاجان دشا له خوايوه ټينګه  لغته وهي )


شمسو : ( راځي او قرداش په خپله نيکټايي د څوکۍ په پښه پوري کلک تړي )


معلم خدايداد: ( پر قرداش داوبود بوتل وارکوي)


شمشېر زبان : ( په خپل دستکول ملادروېش ولي چې، دهغه ږيره په سفېده لړل کېږي ) 


شېرازي: ( پر يولوړ ځای ولاړه ده او وکيلانوته چورته کان ورکوي )


خداقول پهلوان: ( ژر ژريوه غالۍ راټولوي او ترچپنه لاندي يې پټوي


نظرعلي : ( له چپنې څخه مېخونه او څټک راباسي او د قرداش پرخوا ورمنډه کوي)


( يو نفر راځي او نسيم خان ته په غوږ کې يوه پټه خبره کوي او نسيم خان سر ور سره ښوروي )


نسيم خان : ( په لوړ اواز وايي )  هلئ کښېنئ چې امريکايي عسکر راغلل!


( ټولو وکيلانو ژر، ژر خپلې لنګوټې، پکولونه او نيکټاياني سره سمي کړې او هريوپرخپل ځای کښېناست ) 


لالاجان : ( په درد خداقول پهلوان  مخاطب کوي ) دادی امريکايان راغلل، اوس به د” بش“ زور درته معلوم شي


نسيم خان: درنو وکيلانو! دا کار په زور نه کېږي، بايدد خبرو له لارې يې اواره کړو.  زما داسي خوښه ده چي ، ټول قومونه دي خپل کانديد معرفي کړي، وروسته به پچه پر واچوو، هرقوم ته چې هرلقب ورسېده، زموږ قبول دی، څنګه موخوښه ده؟


( ټول وکيلان لاسونه جګوي ) دغسي سمه ده، زموږ ټولو خوښه ده


نسيم خان: ښه نومحترم معلم خدايداد، معلم غفار، نظرعلي، سرور خان، قرداش، شمشېر زبان او مېرمن شېرازي وظيفه لري، چي تر بلي غونډي پوري دغه القاب او د کانديدانو ليست برابرکړي. ديادوني وړ ده چي، ددې کميسيون مشري دمعلم خدايداد پرغاړه ده، اوس دنن لپاره زموږ غونډه پای ته رسېږي ، په مخه مو ښه.