کور / تازه خبرونه / هلمند اوسېدونكي: د بهرنيانو بمبار ۸ ولسي خلك وژلي

هلمند اوسېدونكي: د بهرنيانو بمبار ۸ ولسي خلك وژلي

د هلمند ولايت اوسېدونكي وايي، تيره ورځ د بهرنيو ځواكونو په بمبار كي ۸ ملكي كسان وژلي سوي.

د لښكرګاه د باباجي سيمي اوسېدونكي چي نن سهار لښكرګاه ته د احتيجاج په ډول راغلي وه، دوى ويلي چي، بهرنيو ځواكونو په باباجي سمه كي پر ولسي خلكو بمبار كړى نه د دولت پر مخالفينو.

د هلمند د والي وياند داود احمدي د بهرنيو ځواكونو بمبار منلى خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي وركړي

په دغه بمبار كي چي ۸ كسان وژل سوي او يو هم ژوبل سوى دى.

ولسي خلكو له دولت څخه غوښتي چي په دې اړه جدي څېړني وكړي او ددغه ډول پيښو مخنيوى وكړي.
دا لومړى ځل نه دى چي د بهرنيانو په عملياتو كي ولسي خلك وژل كېږي.
تر دې وړاندي په كونړ ولايت كي بهرنيو ځواكونو لس ولسي خلك وژلي وه.