کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په جنوبي ولاياتو كي دښووني اوروزني خوار او زار حالت

په جنوبي ولاياتو كي دښووني اوروزني خوار او زار حالت

په ورستيو ورځوكي چه دكانكورازموينه دجنوبي حوزي ددولسمو ټولګيو دفارغينو لپاره په كندهاركي واخيستل سوه نوښكاره سوه چه صرف دولس سووتنو ددي څلورو ولاياتو (كندهار،هلمند،ارزګان اوزابل ) څخه دكانكورپه ازموينه كي برخه اخيستي وه ،داچه په څه شميركسان اوكومو پوهنځيوته بريالي كيږي، هغه به راتلونكي ته پريږدو.
دلوړو زده كړو په وزارت كي دكانكور دازموينو مسول پوهنوال ډاكتربري صديقي دبي بي سي راديو سره په يوه مصاحبه كي وويل چه دجنوبي حوزي څخه دكانكورپه ازموينه كي دګډون كوونكو شميره دافغانستان دنورو حوزو په تناسب ډيره لږده اوعمده عامل يي امنيتي ستونزي وبللي .
خودايوازي امنيت نه دى چه ددي موجوده حالت ټوله ملامتيا پرواچوو ، يوتعداد نورعوامل هم سته چه يادونه به يي وكړو اوهمدارنګه به داهم وڅيړو چه چارواكو څه كړي دي ،څه پلانونه يي طرحه كړي دي او څه بد يلونه او نوري لاري چاري يي عملي كړي دي .
كله چه يونيم ځوانان دجنوبي ولاياتو څخه دكابل يانوروولاياتو پوهنتونو ته كاميابه سي ،دوي ته په لومړي كال ليليه نه وركول كيږي ،اودوي دومره اقتصادي توان نه لري چه كوټه كرايه كړي ، چه په نتيجه كي په كانكوركي كاميابه سوي ځوانان بيرته په ډيره مايوسي خپل ولايت ته راګرزي ، ډيردخواشينۍ ځاى دى چه دلوى كندهار څخه په دومره لږشميرځوانان په دي توانيږي چه دكانكور په ازموينه كي برخه اخلي . داخوترلمر هم جوته ده چه په دي ولاياتو كي بدبختانه جګړي رواني دي ،ښوونځي سوځل كيږي ښوونكي اوزده كوونكي تهديديږي . داچه په يو شمير ولسواليو كي امنيت خراب دى اوښوونځي تړلي دي ، نو ايا ټول همداسي لاس ترزنه ورته كښينو؟ بل هيڅ بديل يا لاره نه سته ؟ موږ به دچارواكو څخه داپوښتنه وكړو چه ددي خواشينوونكي حالت دمنځه وړلو لپاره يي څه كړي دي ؟ راځى چه دښووني اوروزني اوسني حالت وګورو، په دي خوټول خبردي چه د اخترونو يوه اونۍ دمخه او يوه اونۍ وروسته ښوونځي تړلي دي ،دلته دښوونځيو اداري پر والدينو دا ملامتيا اچوي او دكورنۍ غړي بيا دښوونځيو اداري ګرم بولي ، ښوونيز كال پرنيمايي سو خويوشمير كتابونه لا نه وه رسيدلي ، بعضي وخت درسي ساعتونه خالي وي اوښوونكي نه سته ، او كه دښوونكو سويي ته وګورو نو ستونزه فوق العاده زياته ده ،مسلكي ښوونكي ډير كم اوحتي دګوتو په شمير دي ،داسي خوډير ليدل سوي دي چه ښوونكۍ يو يادوه صنفه ترشاګرد مخه وي ،او اجير ياموقتي ښوونكي خوډير دي ، ددارامعلمين وضع او حالت هم دخواشينۍ وړ دى، جدي توجه اوپاملرنه نه ورته كيږي ، دبلي خوا ځوانانو وكمپيوتر او انګريزي ژبي ته مخه كړيده اودښوونځي ودرسونو ته پاملرنه لږه سويده چه دلته والدين هم مسوليت لري چه اولادونو ته دښوونځي ددرسونو په هكله توجه وكړي او په څنګ كي كمپيوتر او انګريزي هم زده كړي .
اداري اومنجمنت ته كه وګورو نو هلته ستونزه نوره هم ډيره پراخه ده . يووخت ارواښاد علامه حبيبي صاحب دكندهار دپوهني لوي مدير ؤ ، يا كشككي صاحب ،مرحوم جلالي صاحب چه دپخواني وزير داخله پلار ؤ (زما مرحوم پلار چه څلويښت كاله دوخت دمعارف ښوونكي او خدمتګارؤ ددغو وطن پرستو دكارنامو قصي ماته كړي دي ) . كله چه زه خپله دښوونځي زده كوونكۍ وم نو دكندهار دپوهني ريسان ميرمحمود اغا، عبدالغفوروياند ،سهيلي صاحب ، عبدالعلي خان اوعبدالباري خان اشنا وه ،واقعا پوه او دتجربي درلونكي اشخاص وه او په نامه يي موږ وياړو(هغوي چه په حق رسيدلي دي روح دي ښادوي ) ،اوس راسه وګوره چه څه حال دى ، هغه دچا خبره دسړي زړه چاودي .
راسۍ دښووني اوروزني دوزير څخه پوښتنه وكړو چه ښاغلى وردك صاحب څوځله دي دغوولاياتو ته سفر كړى دى؟ او ددغه خواشينونكي حالت په اړوند دي څه لاس ته راوړني درلودي ؟كوم بديلونه اوستراتيژي دي كارولي دي ؟ داساسي قانون ددري څلويښتمي مادي دتطبيق په هكله چه دمتوازن معارف عامولو او دمنځنيو اجباري زده كړو دتامين لپاره داغيزمن پروګرامونو دطرحي حكم كوي، تاسو كوم اړين ګامونه اخيستي دي ؟ كه داساسي قانون دي مادي ته ځير سو دوه ټكي چه يو متوازن معارف اوبل منځنۍ اجباري زده كړي دي ،دغه دوه ټكي حكومت ته لوى مسوليت وردغاړي كوي چه ددي هدف لپاره هراړخيزه هلي ځلي وكړي ، ښاغلى وزيرصاحب تاسو راته وواياست چه داساسي قانون ددي مادي دتطبيق لپاره تاسو څه كړي دي ؟ څه تعداد ليلي دي دناامنه ولسواليو دشاګردانو لپاره په كندهار،لښكرګاه ،تيرين كوټ او قلات ښارونو كي جوړي كړي دي ؟ اوپه څه شميرشاګردان موپه نورو ولاياتو كي په ښوونځيو كي داخل كړي دي ،خصوصا دنجونو دښووني په هكله وواياست چه څه مو كړي دي ؟
په دي موږهم خبريو چه دهلمند ولايت دلښكرګاه په ښاركي دليلي دجوړولو كار روان دى چه دادنوموړي ولايت داداري ځايي ابتكار دى .
دكندهار دميخانيك ښوونځۍ حالت هم دانديښني وړ دى ، گرچه ددغي ښوونځۍ دفزيكي او علمي رغوني او فعالولو لپاره كومك كوونكي موسسه (جي ټي زيد) حاضره سويده چه داښوونځۍ دهره پلوه ورغوي ، اودچارواكو وهمكارۍ ته ډيره اړتيا لري ،چه دا يوازنۍ حرفوي ښوونځي فعاله كړي .

كومك كوونكي موسسات او نړيواله ټولنه تلاش كوي چه پيسي دبيارغوني اوانكشاف لپاره ولګوي ،اودپروژوداجرا لپاره وړانديزونه ترلاسه كړي ، نن چه نړيواله ټولنه داكومكونه كوي خو داكومكونه به سبا نه وي ،راسي ! چارواكو او وطنوالو په ګډه كاروكړو او دښووني او روزني دازړه دردونكۍ حالت ته مثبت بدلون وركړو اوټوله ملامتيا پر حكومت هم وانه چوو او ټولنه خصوصا روڼ اندي او پوهان هم درانده مسوليتونه لري چه په ټولنه كي كاروكړي او دعوامو ذهنونه روښانه كړي او دښووني په اهميت يي پوه كړي . اويوځل بيا دعلم اوپوهي مشعل په لوي كندهاركي روښانه سي.