کور / نثر / روحاني ! تا زه يوازي پرېښودلم؟

روحاني ! تا زه يوازي پرېښودلم؟

په هلمند ولايت کي ټول ژورنالیستان مينه سره لري ، دوئ تل پر هر خبر او راپور مشوره سره کوي ،او تل سره یو ځای وي .

دوئ ته آی ، ډبليو ، پي ،آر يو ميډيا سنټر جوړ کړي چي اکثره وختونه هلته دوئ د کمپيوټرونو او انټرنيټ څخه استفاده کوي .

هلته هميشه ژورناليستان ميلميستياوي سره کوي معمولا دا هغه وختونه وي چي دوئ رخصت وي .

کله چي عبدالصمد روحاني ژوندی وو نو هغه به تل ياران سره را ټولوله او مېلمانه کوله به يې .

موږ به هم کله کله زنګ ورته واهه چي درغلو ځان مجلس ته چمتو کړه ، هغه به ویل خدای مو راوله ، چي څه تيار هغه د يار دي .

په اونۍ کي به هرو مرو دوې شپې موږ د روحاني کره مېلمانه وو .

که حقيقت ووايمه ما د يو چا سره مينه درلوده ، نو روحاني او د هغه نوي مېرمني د هغې نجلۍ د کورنۍ سره ډېره ښه اړیکه درلوده .

نو ما به همېشه کوښښ کاوه چي د روحاني سره ملاقات وکړمه ځکه یو خو مي ملګري وواو بل يې زموږ د ميني په کيسه کي د رويبار رول لوباوه .

نو رويبار خو ډېر ګران وي .

يو ماښام مي چي ډېر خفه ومه او طبيعت مي هم ډېر خراب وو او روحاني مي هم په دغه ورځ نه وو ليدلي بل ګران ملګري عزيز تسل ته مي زنګ وواهه .

هغه غوږۍ پورته کړه .

– هجرانه سلام چيري يې ؟

-د انځرګله بيخي دي درک نسته . ؟

ورته مي وويل چي نن ډېر مصروف ومه او لږ ناروغ هم يمه .

– نو ډاکټر ته تللی يې ؟
ورته مي وويل زما ډاکټر روحاني دی .
تسل وخندل او ويې ويل چي نو روحاني ته به ورغلی وای .
ورته مي وويل چي راځه اوس د روحاني خواته ولاړ سو ، خو ته لومړی زما دفتر ته راسه !
– سمه ده چي ته وايې نو در به سمه ، زما هم ولا نن مجلس ته زړه کيږي ، د روحاني سره به ټوکي ټکالي وکړو ، او که دي د ستونزي د حل لاره هم وموندل سوه ښه به وي .
ورته مي وويل خو ته اوس ژر راسه او بېړه وکړه زه به روحاني ته خبر ورکړمه چي موږ در روانو يو .
– سمه ده بس درغلم .
ددې سره په مخه دي ښه وويل سوه او ټيليفون پرې سو.
له دې وروسته مي ددفتر توکي سمبال کړه او خبر مي هم اټچ سوی وو .
رپوټ مي واستاوه ، او بريښناليک مي ساین اوټ کړ .
مبايل مي را واخيست او روحاني ته مي ټيليفون وکړ ، هغه ته څو څو واره مسلسل زنګ ورغی چي وروسته يې ټيليفون يي هوکي کړ .
– هجران لا لا سلام ، جوړ په خير .
ما هم ستړې مه سې ورته ويل .
– چيري يې خانه نن دي ولي درک نه وو .
ځواب مي ورکړ :- د انګرېزانو سره ښورآب میدان ته تللی ومه ، يوه غونډه وه ، ډېر چارواکي هم راسره وه .
– خانه سمه ده چي هر چيري يې يار مو يې !
ورته مي وويل روحاني صاحب تسل اوس را روان دی او موږ غواړو نن شپه ستاسره مجلس وکړو که دي خوښه وي تسل ته مي ويلي دي او را روان دی !
– نو اوس خو ډېر نا وخته هم دی ، څه شي درته پاخه کړو ؟
ورته مي وويل چي بس موږ خو ستا د مجلس دپاره درځو د ډوډۍ دپاره خو نه درځو ؟
– خو بيا هم وږي خو مو نه پرېږدمه ، ته خو راته ووايه !
ځواب مي ورکړ بس ياره بانجڼ پاخه کړه ، ويې خندل !
– سمه ده خانه ، داعي او شفیع به هم راو غواړمه .
دا يې وويل او ټيليفون يې پرې کړ.
زه لږ شېبه لا انتظار وم چي تسل مي دفتر ته را ورسيد .
ستړی ستړی کيدی او ساه يې هم سمه نه سو کښلای .
په ځينو کي راپورته سوی وو .
– سلام راځه نو ډېر نا وخته دی !
ما هم خپل د عکسونو کيمره او لپټاپ را واخيستل بیک ته مي واچول او د دفتر څخه را کښته سولو ، په موټر کي سپاره سولو او د روحاني د کور پر لور مو حرکت وکړ .
د روحاني کور ته چي ورسېدلو ، هارن مو ورته وواهه ، نوموړي ور پرانيست ، موږ هم موټر کورته د ننه کړ او را کښته سولو .
روحاني چي ډېر يې خندله ښه راغلاست يې راته ووايه او د کوټې مخته يې پر غالۍ بسترې هواري کړې وې هلته کښېنستلو .
لږ شېبه وروسته يوه بله انجلۍ هم راغله چي هغې ته هم روحاني بلنه ورکړې وه .
دا نجلۍ سهیلا نومېدله او ډېري زياتي خبري يې کولي ، دا نجلۍ که څه هم خبرياله وه خو زما ليدل ورسره د لومړي ځل دپاره وو ، ځکه نوموړي د هلمند په ملي ټلوېزيون کي کار کاوه او هلته موږ چندان نه ورتلو .
روحاني کورته ولاړی او چای يې راوړې .
دا وخت نو عزيز شفیع هم راغی او سلام يې ادا کړ ، د سټلايت ټيليفون څخه يې شکايت کاوه چي چارج نه اخلي ، شارټ سوی دي
زموږ مجلس هم ډېر خوږ روان وو ، دوئ ټوله ماته پر خوا وه او ټوکي يې راباندي کولي ، روحاني زما د ميني کيسې دوئ ته کولې ، نوموړي زما ټولو مسجونه چي راته راغلي وه او يا به مي لېږلي وه کتله اودوئ ته به يې ويله ،که څه هم ما نه غوښتل چي ځيني رازونه مي افشا سي خو بيا هم روحاني زما د ټنګار سره سره ټولي کيسي داعي ، تسل ، او سهيلا ته کولې .
ماخوستن سو ، روحاني د ډوډۍ دپاره کورته ولاړی ، او ډوډۍ چي خورا ښه بانجڼ يې پاخه کړي وه ،را يې وړه مستې ، سلاته ، اچار ، ميوې ، او نور شيان يې ډير ښایسته جوړ کړي وه چي سره نوش جان مو کړه .
له هغه وروسته چي دسترخوان ټول سو چای يې راوړې او مجلس خورا په ټو کو ټکالو روان وو .
د يارانو د ژوند په اړه مو کيسې کولي ، پر يو نيم راپورنو سره ږغيدولو او کله کله به مو د هغو مرکو او کنفرانسونه په اړه خبري کولي چي خلکو به اپلاتي پکي کړي وې .
اوس نو چي نژدې لس نيمي بجې کېدونکي وې .
د روحاني مبايل ته زنګ راغی .
روحاني غوږۍ پورته کړه .
– سلام علیکم ، جوړ په خير .
مقابل لوري ځواب ورکړ .
– د ناځوانه زو دا ټيليفون ولي نه پورته کوي ، خبريال يې که د چا پلار يې ،
روحاني :- خبريال هم يم او پلار دي هم ، نه سلام سته او نه انسانيت ، دا څه مانا ؟ ،څه د پلار شراکت راسره لرې ، ، ټيليفونونه دي چي کوې يې ، ته اوس بل کار نه لري ، شپه او ورځ دي پر سر اخيستې ، مزاهمت راته کوي .
مقابل لوری : ګوره روحاني ته دا زما خبره ومنه ، او دا مي وروستی مزاهمت وبوله ، نور دی کار خلاص دی ، وصيت دي وليکه .
روحاني : – ګوره خانه زما مرګ د خدای تع (ج) په لاس کي دی ته چي هر چيري ما غواړې زه درځمه ،
مقابل لوری :- بس نو د نر زوی به يې چي راسې او زما وعده ده درسره چي نور دي کار خلاص دی ، وصيت دي وليکه .!
روحاني : – چي زما پلار ملا دوست ماد سې لا دي قسم په خدای که په کيسه کي سمه ځه لاس دي تر لندنه خلاص هر چيري چي يې بس درغلمه ، ځای دي را وښيه . ! کوم ځای ته درسم ؟
مقابل لوری : – لندن مندن به ژر درته معلوم سي ، ته ګوره اوس زه تاته نور څه نه وايمه سبا درته ځای ښیم .
روحاني : – سمه ده خو اوس مي نور اعصاب مه را خرابوه ، مېلمانه ناست دي ، پرېږده ، پر سر دي رادرد کړه ، درواغ دي را بار کړي ، خدای دي خوار نه که .
ددې سره يې غوږۍ وغورځوله .
– عجيب انسانان دي ، څه پلار مي ور وژلي دی ؟
– د ورځي خو خامخا سل زنګونه راته وهي ، بل کار نه لري .
ور څخه مي وپوښتل : -روحاني بي بي سی او پژواک خبر کړه !
روحاني :- خانه دا هره ورځ وي تاته ښه معلومه ده چي دا کيسې په هلمند کي ډيري دي ، دوئ راته وايې چي بي بي سي پرېږده ، نو ته ووایه دا امکان لري ؟ ايمل ، جنبش ، او اعظمي صاحب ته مي ويلي ، سادت صاب ته مي څو واره ويلي دي ، ستا نه دي په ياد چي پروسږکال کندهار ته ولاړمه ، افغان صاب هم نه وو لندن ته تللی وو ، نو زه څه وکړمه ؟ ، هغه کيسه خو دي په ياد ده ؟.
– ومي پوښتل :-داڅوک دي او څه ستونزه درسره لري ؟
روحاني : – کله وايې چي زه ستا د حجرې د وخت انډیوال یم ، کله وايې چي طالب قوماندان يم ، خو ماته را معلوم دي چي د حکومت خلک دي ، هغه بله ورځ په لوړه سويه خلک دي اصلا مرجع خو يې راته معلومه ده ، مګر زه چي پر چا بدګومانه يم هغه کسان زما سره کله کله ډېر ښه سلوک کوي او زما په خوله غټ غټ کارونه کوي ، زما سره د سيمي او حالاتو په اړه مشوره کوي ، خانه قسم په خدای که مي سر په خلاصيږي ، ياره پرېږده يې نوري کيسې کوئ .
داعي ورته وويل روحاني دا خبره بابېزه مه ګڼه غم يې وکه ، زه دا عادي نه بولمه ، دا خلک ستا په هر حال خبر دي ، ماته يې د خبرو څخه رامعلومه سوه .
– روحاني :- ما نو څه کړي دي ؟، زه څه ګناه لرمه ؟، ددې وطن د خلکو ږغ تر يو ځايه رسومه ، نور خو مي ته ويني چي بنګلې مي نه دي رانيولي ، نه مي داسي موټران ولاړ دي ، بالا مزاهمت دی چي کوي يې خانه !
ددې سره زموږ د مجلس مزه هم ختمه سوه ، ملګرو روحاني ته وويل چي زخصتيږو ، شپه پخه سوه نور به کورونو ته ولاړ سو .
روحاني :- ولي دلته کم بسترې نسته ، کښېنئ سات به مو تير سي دا د هجران د کشمير مسلې ته به د حل يوه لاره پيدا کړو .
خو شفيع ټينګار کاوه چي نه بايد نور نو کورو ته ولا ړسو ،
روحاني :- سمه ده نو چي ځي باره در باندي نا وخته کيږي د پوليسو ګزمې وي ، ښه کار هم نه دی ، چي سړی دونه نا وخته په ښار کي ګرځي .
ددې سره مو د خدای )‎(ج) په اماني وکړه او رخصت سولو ، شپه مو خپلو ځايو ته ورسوله .