امریکا او برتانیې پرون د ۲۰۰۹ کال آخري تلفات ورکړل

ډاکټر نثار احمد صمد | جنوري 1st, 2010


د برتانیې د دفاع وزارت او د کویټ ( کونا ) آژانس په خپل تازه خبر کي وایي چي امریکا او برتانیې پرون د ۲۰۰۹ کال لپاره خپل وروستي دوه پوځیان د لاسه ورکړل .

یو برتانوی عسکر پرون د هلمند په سنګین کي د ماین چاودنی ووژﺉ . دغه پوځي د ماین خنثی کولو انجینیر و . دا په ۲۰۰۹ کي د انګلستان ۱۰۸م عسکر و چي له منځه ولاړ . برتانیې په افغانستان کي جمعأ ۲۴۵ پوځیان تلفات ورکړي دي .

همدا رنګه پرون د افغانستان په ختیځ کي یو امریکایي عسکر هم ووژل سو چي دا په ۲۰۰۹ کي د امریکایانو ۳۱۹م عسکر و چي له منځه ولاړ .

امریکا په افغانستان کي جمعأ ۹۴۹ پو ځیان تلفات ورکړي دي ،او څه باندي ۲۰۰۰ کورنۍ یې په غم لړلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024