کور / تازه خبرونه / مصر دغزي سره په ګډه پوله پولادي ديوال جوړوي

مصر دغزي سره په ګډه پوله پولادي ديوال جوړوي

مصر غواړې چي د فلسطين دغزي تراډي سره په خپله ګډه پوله 30 متره لاندي په ځمكه كي پو لادي ديوال جوړ كړي تر څو د هغو سورنګانو مخه ونيسي چي فلسطينيان په كي كلا بندي ( محاصري ) غزي ته وسلي او نور لوژستيك شيان له مصر نه قاچاقوي .
دغه خبر څه موده وړاندي د اسرييلو يوي مخکښي ورځپاڼي خپور كړي وو خوپه هغه وخت مصري چارواكو دغه خبر رد كاوو خبر كي وييل شوي ول چي دغه ديوال 10 كيلو متره اوږدوالي لري او تر 30 متره به په ځمكه كي لاندي ډوب وي ورځپاڼي د خبر له مخي د دغه ديوال لګښت د امريكا متحدو ايالاتو منلي .

خو اوس مصري چار واكو دغه خبر سم بللي او وايي چي د ديوال موخه د هغو سورنګونو مخه نيول دې چي د مصر ملي انيت ته ګواښ دې د مصر د بهرنيو چارو د وزارت وياند حسام زكي د مصر د خبريز تلويزون . النيل للاخبار ..ته وويل د غزي نه د دغو سورنګونو له لاري مصر ته نه شه يي توكي او ترهګر ليږدول كيږي هغه زياته كړه په 2004 او2005 كال كي د جنوبي سينا طابا او شرم الشيخ په ښار كي د چاو دنو املين هم له همدي سورنګو له لاري مصر ته راغلي وو .

دغه ديوال مصر كي ديني او سياسي مشران دوه ډلي كړې يوه ډله وايي دغه كار د مصر شرعي او قانوني حق دي خو بل لورېي دغه كار حرام او نا قانونه بلي.
د ازهر د علماوو 25 كسيزي شورا د ازهر دمشر شيخ طنطاوي په مشري
د غزي او مصر په ګډه پوله د ځمكي لاندي د پولادې ديوال جوړول دمصر شرعي حق وباله .
د غي شورا په خبر پاڼه كي ويلي چي دمصر دولت شرعي حق لري چي د مصر د ځمكني سمندري او هوايي حودودو او ملي امنيت د ساتلو لپاره هر اړين ګام پورته كړي .
همداشان حاكم ګوند او ځينو سياسي كړيو دغه كار د مصر قانوني حق بللي .

د بلي لوري دمصر يو لړ عالمانو او د حكومت سياسي سيالانو دغه ديوال يو حرام او ناقانونه كار بللي چي يو يي هم د نړي په كچه منلي او د مسلمانانو د علماوو د ټولني مشر ستر عالم شيخ يوسف قرضاوي دي چي وايي د غزي سره په ګډه پوله داسي ديوال جوړول نه يواځي حرام كار دي بلكي نا اخلاقه كار هم دي هغه زياته كړه غزه د3 كالو راهيسي د اسرييلو له لوري كلا بنده .محاصره. ده چي مصر هم په دغه كلابندي كي شريك دي ځكه د غزي سره د مصر پوله هم د 3 كالو راهيسي د فلسطينيانو پر مخ تړلي ده هغه له مصر نه په كلكه وغښتل چي د غزي مسلمان ولس د دغه كلابندي نه خلاص كړي ځكه دا د مصر ديني او اخلاقي وظيفه ده .

همدا شان د مصر د حكومت سياسي سيلانو د غه كار غير قانوني بللي د بس پاڅون ډلي مشر دا كار اسرييلو او امريكي ته سر ټيټونه او د فلسطينيانو په ځپلو كي د مصر مرسته بللي .
د مصر په پارلمان كي مخاليفونو هم دا كار غندلي په پارلمان كي د اخوان المسلمين ډلي وياند نن خبر يالانو ته وويل چى دوي د ولسمشر مبارك او ځني وزيرانو په ضد قضايي دعوه اوچت وي تر څو د ديوال كار بند كړي.
د مصر او عربي اونړيوالو د بشر د حقوقو سازمانونو او نورو مدني ټولنو هم دغه ديوال جوړول غندلي .

نن په قاهره كي د غزي د كلابندۍ په ضد د دغو ټولنو غړو چي فرنسويان برتانيان اټاليان امريكايان او نو ربهر نيان ول لاريون وكړ چي روسته لاريو كونكو اود پوليسو په اخ او ډب كي ځني ټپيان هم شول دغو لاريون كونكو د مصر نه غوښتنه كوله چي دوي پريدي چي غزي ته لار شي او د غزي ولس ته خپلي مرستي يوسي او له هغو سره يوالي وښي .

د بلي لوري د برتانيا د پارلمان د يو غړي جورج ګلوي په مشري د لندن نه د مرستو يو كار وان سوري ته رسيدلي چي له هغه ځاي به د مصر د عريش بندر ته او له هغه ځاي به د مصر او غزي ګډه پوله رفخ نه غزي ته لارشي .
دغه كاروا بايد څه موده مخكي غزي ته رسيدلي وي خو مصري چار واكو دغه كاروان په هغه لار يا بندر پري نه ښود چي د كاروان برابروونكو اټكل كړي وو.