کور / تازه خبرونه / ږوب : جمعيت ګوند اسلامي قبائلي جرګه جوړه کړل

ږوب : جمعيت ګوند اسلامي قبائلي جرګه جوړه کړل

په ږوب کي داسلامي جمعيت ګوندله خوااسلامي قبائلي جرګه وسوه!

په ږوب کي تېره ورځ دجمعيت اسلامي ګوند له يوه اسلامي قبائلي جرګه وسوه .چي په کي دشمالي اوسوېلي پښتونخواپه لسګونه سياسي اوقبائلي مشرانواوپه سلګونه خلګوګډون درلود .

دجرګې موخه داوه چي دپاکستان ځواکونه اوامريکادي نوپرقبائلوبريدونه نه کوي .

جرګې ته دجمعيت اسلامي ګوندنائب اميراومشروزيرمولاناسراج الحق،ايالتي مشرعبدالمتين اخونذاده،دقامي اسمبلى پخواني غړي هارون رشيد،مولوي عبدالحئ مندوخېل،دقبائلومشرانوزرنورخان آفريدي،ډاکټرمنصب خان آفريدي،مولانامولادادکاکړ،مولاناالله دادکاکړ،ملک سلطان ناصر،ملک نورخان مندوخېل،سردارناصرخان ناصر،مولوي عبدالقيوم شېراني،سردارقاسم حريفال،ملک ميرآدم کپيپ،عبيدالله مندوخېل،محمدانورشېراني،حافظ عبدالحق ايربزي اوسيدعبدالله ويناوې وکړې .

ويناوالوپه خپلوويناووکي ووئيل چي دپښتانه په پنځه کلن تاريخ پښتون قام ډېردسولې خوښوونکئ پاته سوئ دئ .

په قبائلوکي دپښتنوپه ضد روان عمليات دملګروملتونواوبشري حقوقوله منشورڅخه سرغړونه ده .اودتروريزم په ضدپه دغه روانه جګړه کي په سلوکي ٩٩خلګ بېګناه وژل کېژي .اوتراوسه په زرګونه مړه،ټپيان اوتر٦ميليونه پوري خلګ خپل کوکلى پرېښودوته مجبوره سوي دي .

دوي زياته کړه چي دغه پاکستان دامريکا دخوشاله کېدولپاره پيل کړى دئ .

دپاکستان فوځ دي نوردغه عمليات ودروي ،اوامريکادي هم نورپه ډرون بريدونوبې ګناه خلګ نه وژني .اوامريکابه په افغانستان کي د شوروي اتحادپه برخليک اخته کيږي .


د مرادنزيو قوم ۳ تنه وژل شوي دي

دږوب په قمرالدين سيمه کي درې تنه چي نومونه ئې سيف الدين،محمدرسول اوعبدالمالک دى اوددغې سيمي کېښتواوسېدونکي مردانزي دي ،دافغانستان خاورې اووښتي چي دافغانستان پوليسوپردوي ډزې کړې اوپه نتيجه کي ئې درې سره وژلي دي .

ده ږوب دپوليسومشرزاهدافضل په ويناچي دغه کسان دخپلومالونودڅرولوپه نيت دافغانستان خاورې ته اووښتي وو .

ديادولووړده،چي دقمرالدين سړک دافغانستان دپکتيادکټوازترسيمې غزېدلى دى،اوهره ورځ په سلګونه خلګ پردغه لاره سفرکوي .