کور / تازه خبرونه / چارواکي: فرانسوي خبريالان جوړ دي

چارواکي: فرانسوي خبريالان جوړ دي

د کاپيسا چارواکي وايي د هغو خبريالانو د تښتوني ځاى يې تثبيت کړئ، چي دوې ورځي دمخه په دغه ولايت کي وتښتول سول.
د کاپيسا ولايتي مقامات وايي د فرانسې هيواد دوه اتباع چي افغانستان ته د خبريالانو په توګه راغلي وو، دوې ورځي دمخه په کاپيسا کي وتښتول سول او د دوى استخباراتي خبرونه وايي چي تښتول سوي خبريالان جوړ دي.
بلي خوا ته د طالبانو يوې ځايي ډلي د دې خبريالانو د تښتوني مسئوليت پر غاړه اخيستئ، خو دا يې نه دي ويلي چي خبريالان يې ولي نيولي او په کومو شرايطو به يې خوشي کړي.