کعبي شريفي ته نن غسل ورکول کېږي

34 | جنوري 2nd, 2010


د سعودي حکومت اعلان کړئ چي نن د محرم الحرام د مياشتي پر ١٦ مه کعبې شريفي ته غسل ورکوي.
د سعودي حکومت ويلي کعبې شريفي ته به د مکې والي شهزاده خالد الفيصل د زم زم په اوبو او د ګل ګلاب په عطرو غسل ورکړي.
د کعبي د غسل ورکولو مراسمو ته د اسلامي نړۍ غټ – غټ علماء او استازي وربلل کېږي، چي د کعبې شريفي دننه او دباندي بڼه وګوري.
کعبې شريفي ته هرکال دوه ځله لومړى د محرم الحرام (دهې) د مياشتي پر ١٥ – مه او دوهم ځل د شعبان (برات) د مياشتي پر پنځلسمه غسل ورکوي کېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024