د ولسي جرګې انتخابات به د غبرګولي پر لومړۍ وسي

56 | جنوري 2nd, 2010


د ټاكنو كمېسيون : د ولسي جرګې انتخابات به د ۱۳۸۹ لمريز كال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه وسي .

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون د شنبې په ماپښين اعلان وكړ چي، د ولسي جرګې راتلوونكي انتخابات به د راتلوونكي لمريز كال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه وسي.

د انتخاباتو خپلواك كمېسيون د دارالانشا رئيس داود علي نجفي وويل چي ددغي نېټې د ټاكلو سره_سره دوى له دوو سترو ننګوونو سره مخ دي، چي يو امنيتي حالت د ډاډ وړ نه دى او بل دوى هغه بوديجه نه ده تر لاسه كړې چي دغه كمېسيون ورته اړتيا لري.

تر دې وړاندي ځينو لويديځو هيوادونو هم ويلي وه چي د افغانستان د ولسي جرګې راتلوونكي انتخابات بايد وځنډول سي دا ځكه چي په افغانستان كي امنيتي حالات د ډاډ وړ نه دي، همدارنګه دغو هيوادونو د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو تېرو انتخاباتو ته په اشارې ويلي وه چي شايد بيا هم درغلۍ وسي.

خو د انتخاباتو خپلواك كمېسيون ډاډ وركوي چي، د درغليو د مخنيوي لپاره يې خورا ډيري هڅي كړي او هغه كار كوونكي يې هم له دندو ليري كړي چي په درغليو تورن وو.

Copyright Larawbar 2007-2024